کندهار ښار (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): وسله والو کسانو په کندهار ښار کې د يوه غلچکي بريد په ترڅ کې درې پوليس وژلي دي.
د کندهار ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې د سلواغې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار وخته د ښار د درېيمې حوزې اړوند د فقير بابا په کوڅه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه چې په ياده کوڅه کې پر پوليسو غلچکي بريد شوى چې په پايله کې يې درې پوليس وژل شوي خو بريد کوونکي تښتېدلي دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا په کندهار ښار کې غلچکي بريدونه او د ترور پېښې زياتې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن