د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پژواک، د "ام ټي ان" مخابراتي شرکت له لارې هم د اطلاع رسولو لړۍ پيل کړه

پژواک، د "ام ټي ان" مخابراتي شرکت له لارې هم د اطلاع رسولو لړۍ پيل کړه

Feb 07, 2018 - 15:48

  کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): پژواک خبري اژانس د "روشن، افغان بېسيم او سلام" مخابراتي شرکتونو د ګډونوالو لپاره د لنډ ټيليفوني پيغام (SMS) له لارې د خبر رسولو پر لړۍ سربېره، دا ځل دغه سرويس د څلورم مخابراتي شرکت "ام ټي ان" په همکارۍ نن (د سلواغې ١٨ مه) پيل کړ.

پژواک ژمن دى چې د ام ټي ان له لارې د هېواد مهمې پېښې په کم وخت کې تر هېوادوالو پورې ورسوي او دغه راز به ورزشي خبرونه، د تېلو او ګازو بيې، د اسعارو بيې د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه معلومات د  ام ټي ان (MTN) ټيليفون لرونکو ته وړاندې کړي او په راتلونکي کې هم په کره او متوازن ډول خلکو ته د اطلاع رسونې د اسانتياوو برابرولو په برخه کې د يادې چارې د بډاينې لپاره نور ګامونه هم واخلي.

د پژواک دا خدمات چې اوسمهال د ام ټي ان، په مشارکت سره پيل شوي، د افغان بېسیم، روشن او سلام شبکو کې له مخکې څخه فعال و او پژواک پلان لري چې دغو خدمتونو ته د لنډو پيغامونو (SMS) په واسطه د اتصالاتو مخابراتي شبکې له لارې هم پراختيا ورکړي.

د لنډو پيغامونو (SMS) کڅوړې په لاندې ډول دي:

له ورځنيو، اوونيزو او مياشتنيو کڅوړو استفاده کول، د خبر رسونې خدمتونو د کاروونکو په انتخاب پورې اړه لري، ام ټي ان او پژواک ليکلو پيغامونو ته د لاسرسي لرونکو له انتخاب سره سم خپلو ګډونوالو ته د افغانستان تازه خبرونه، ورزشي خبرونه، د تېلو او ګازو بيې، د اسعارو بيې او د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ژمنتيا لري.

د افغانستان تازه خبرونه:

  • که چېرې غواړئ، همدا اوس (د افغانستان له تازه خبرونو خبرېدل) له خدمتونو د ۲ افغانيو بدل کې هره ورځ ګټه واخلئ، نو د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (5)، د دري لپاره (6) او انګليسي لپاره (7) وليکئ او 512 شمېرې ته يې واستوئ.
  • که د ۱۰ افغانیو په بدل کې د یوې اوونۍ لپاره ګډون ته لېوال یاست، نو خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (8)، د دري لپاره (9) او انګليسي لپاره (10) وليکئ او 512 شمېرې ته يې واستوئ.
  • که چېرې د ۳۰ افغانیو په بدل کې د يوې مياشتې لپاره خبرونو ترلاسه کولو ته لېوال یاست، نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (11)، د دري لپاره (12) او انګليسي لپاره (13) وليکئ او 512 شمېرې ته يې واستوئ.

ورزشي خبرونه:

  • د پژواک ورزشي خبرونو ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه يوه افغانۍ ده. نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (14)، د دري لپاره (15) او انګليسي لپاره (16) وليکئ او (512) شمېرې ته يې واستوئ.
  • که د ۵ افغانیو په بدل کې د یوې اوونۍ لپاره ګډون ته لېوال یاست، نو هیله ده د پښتو لپاره (17)، د دري لپاره (18) او انګليسي لپاره (19) وليکئ او 512 شمېرې ته يې واستوئ.
  • تازه ورزشي خبرونه د يوې مياشتې لپاره د ١٥ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو لپاره د پښتو لپاره (20)، د د دري لپاره (21) او انګليسي لپاره (22) وليکئ او 512 شمېرې ته يې واستوئ.

د اسعارو بيې:

  • د اسعارو بيې ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۱ افغانۍ ده، نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (29)، د دري لپاره (30) او انګليسي لپاره (35) وليکئ او (512) شمېرې ته يې واستوئ.
  • که غواړئ دا خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۵ افغانيو په بدل کې تر لاسه کړئ، نو هیله ده د پښتو لپاره (31)، د دري لپاره (32) او انګليسي لپاره (36) وليکئ او (512) شمېرې ته يې واستوئ.
  • د اسعارو بيې د يوې مياشتې لپاره د ۱۵ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو لپاره د پښتو لپاره (33)، د دري لپاره (34) او انګليسي لپاره (37) وليکئ او (512) شمېرې ته يې واستوئ.

تاسو کولای شئ په ياده شوې کڅوړه کې له مهالني ګډون پرته د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (38)، د دري لپاره (39) او انګليسي لپاره (40) په ليکلو او (512) شمېرې ته په استولو سره د اسعارو بيې يواځې په دوه افغانيو هر وخت لاسته راوړئ.

د تېلو بيې:

  • د تېلو بيې ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۱ افغانۍ ده، نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (41)، د دري لپاره (42) او انګليسي لپاره (43) وليکئ او (512) شمېرې ته يې واستوئ.
  • که غواړئ دا خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۵ افغانيو په بدل کې تر لاسه کړئ، نو هیله ده د پښتو لپاره (44)، د دري لپاره (45) او انګليسي لپاره (46) وليکئ او (512) شمېرې ته يې واستوئ.
  • د تېلو او ګازو بيې د يوې مياشتې لپاره د ۱۵ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو لپاره د پښتو لپاره (47)، د دري لپاره (48) او انګليسي لپاره (49) وليکئ او (512) شمېرې ته يې واستوئ.

تاسو کولای شئ په ياده شوې کڅوړه کې له مهالني ګډون پرته د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (50)، د دري لپاره (51) او انګليسي لپاره (52) په ليکلو او (512) شمېرې ته په استولو سره د تېلو بيې يواځې په دوه افغانيو هر وخت لاسته راوړئ.

د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه معلومات:

  • د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه معلوماتو ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۱ افغانۍ ده، نو لطفاً د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (53)، د دري لپاره (54) او انګليسي لپاره (55) وليکئ او (512) شمېرې ته يې واستوئ.
  • که غواړئ دا خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۵ افغانيو په بدل کې تر لاسه کړئ، نو هیله ده د پښتو لپاره (56)، د دري لپاره (57) او انګليسي لپاره (58) وليکئ او (512) شمېرې ته يې واستوئ.
  • د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه معلومات د يوې مياشتې لپاره د ۱۵ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو لپاره د پښتو لپاره (59)، د دري لپاره (60) او انګليسي لپاره (61) وليکئ او (512) شمېرې ته يې واستوئ.

تاسو کولای شئ په ياده شوې کڅوړه کې له مهالني ګډون پرته د خپل ټيليفون پيغام پاڼه کې د پښتو لپاره (62)، د دري لپاره (63) او انګليسي لپاره (64) په ليکلو او (512) شمېرې ته په استولو سره د ترانسپورت او هوايي پروازونو په اړه معلومات يواځې په دوه افغانيو هر وخت لاسته راوړی.

دغه راز تاسو کولای شئ د لنډو ټيليفوني پيغامونو (SMS) کڅوړو د بندولو لپاره D توری او د کڅوړې کوډ وليکئ او د (512) شمېرې ته يې واستوئ.

د پژواک اپلېکېشين له لارې تازه خبرونو ته لاسرسى:

د پيغام له لارې د خبر رسونې سيستم تر څنګ، د پژواک د ګرځنده ټيليفون اپليکېشين (Mobile App) چې د Android  او IOS سيستم لرونکي ځيرک ټيليفونونو (سمارټ فون) له لارې د لاسرسي وړ دی.

د ياد اپليکېشن له وړيا ډاونلوډ کولو وروسته، کولای شئ د خپل ټيليفون له لارې د پژواک وروستيو خبرونو، راپورونو، فيچرونو، مرکو، انځورونو او ويډيوګانو ته د ورځې په ۱۵ افغانيو، د اوونۍ په ۸۵ افغانيو، د مياشتې په ۳۰۰ افغانيو او د کال په درې زرو افغانيو لاسرسی ومومئ.

د لا زياتو معلوماتو لپاره له ۰۷۰۵۵۱۲۵۱۲ شمېرې او يا هم له sms@pajhwok.com برېښناليک سره اړيکه ونيسئ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement