ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

خوست کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

author avatar
8 Feb 2018 - 11:46
خوست کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي
author avatar
8 Feb 2018 - 11:46

خوست (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٦): د خوست په عليشېرو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

د يادې کورنۍ يوه غړي علي جان کوچي د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ کور په سرحدي سيمه بټي ټاڼې کې دى چې تېره شپه پرې ځمکني او هوايي عمليات وشول.))

هغه وايي چې د عملياتو په ترڅ کې يې پنځه وروڼه، يو وراره او تره وژل شوي دي.

دغه راز په خوست کې د کوچيانو شورا مشر حاجي ګلمرجان فاروقي هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دغه بريد کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحنان ځدراڼ پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې پر يو کور عمليات شوي دي.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې سيمې ته يو پلاوى استول شوى او له څېړنو وروسته به يې په اړه جزئيات له رسنيو سره شريک کړي.

د يادونې ده، په دې ورستيو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.