ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان پوليسو ۲۵ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي

د بغلان پوليسو ۲۵ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي

author avatar
8 Feb 2018 - 11:23
د بغلان پوليسو ۲۵ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي
author avatar
8 Feb 2018 - 11:23

پلخمري (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٦): د بغلان پوليسو ۲۵ کیلوګرامه نشه یي توکي ترلاسه کړي او ورسره په تړاو یې یو کس هم نيولی دی.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د سلواغې په ۱۹مه پژواک ته وویل: ((یو تن چې د بغلان په بنو ولسوالۍ کې یې ۲۵ کیلوګرامه نشه یي توکي په یو کرولا موټر کې ځای پر ځای کړي وو او د ولایت مرکز پلخمري ښار ته یې د لېږد هوډ  درلود، د بنو ولسوالۍ په خوش دره سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.))

د پولیسو ویاند وویل، نیول شوي نشه یي توکي ۲۰ کیلوګرامه چرس او ۵ کیلوګرامه تریاک دي چې په بغلان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو ته سپارل شوي.

ده وويل چې د دغو نشه يي توکو د لېږد په تور يو کس نیول شوی چې تر څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د يادونې ده، په روانه  یوه اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې په بغلان کې  لسګونه کیلوګرامه نشه یي توکي نیول کېږي. څو ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې ۴۱ کیلوګرامه نشه توکي په یو  ټانکر موټر کې نیول شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.