ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجاب به د خپلو کړنو پاداش ويني

author avatar
8 Feb 2018 - 13:48
author avatar
8 Feb 2018 - 13:48

د شهيد نقيب الله محسود له شهادت څخه را وروسته چې د پنجاب پوليسو په شهادت ورسول، د قبایلي سیمو په زرګونو اوسېدونکي د پنجاب پلازمېنې ته تللي او هلته د پاکستان د حکومت خلاف او د پښتنو د وژنې په غبرګون کې يې پراخ لاریونونه کړي دي. 
د لاريونوالو شمېر زرګونو ته رسېږي او د پنجاب له حکومت څخه غواړي، چې نور په قبایلي او محکومو سیمو کې د افغانانانو د وژلو لړۍ ودروي. 
ددغه لاريون يو تن ګډونوال منظور محسود له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل دغه لاریونونه به تر هغو پورې روان وي، تر څو چې په محکومو سیمو کې د افغانانو د وژل کېدو مخه نيول شوې نه وي. 
پاکستاني ميډيا چې د ای، ایس، ای له لوري څارل کېږي، ددغه لاریون په تړاو هيڅ نه خپروي، خو پر ټولنيزو او اجتماعي رسنيو ددغه افغانانو له احساساتو خبرېږو. 
پنجاب ورو، ورو د خپلو شومو موخو پاداش ويني او په محکومو سیمو کې د پنجاب تر اسارت لاندې افغانان د خپلو حقونو غږ پورته کوي، چې هغه مهال به د پنجاب حکومت ته ددغه چارې تدبيري حال ناشونی وي. 
دا مهال هم د پنجاب پر ضد د خپلواک بلوچستان د ازادۍ مجاهدين له پنجابي لښکرو سره په وسله واله جګړه اخته دي او ډېر ژر به پنجاب د مکر او فريب کيسه پای ومومي، ټوله نړۍ به له ترهګرۍ څخه د ارام سا واخلي، له امو تر اباسینه به مو د بابا معاصر هيواد نقشه اوږده شي، د پنجاب پر ضد هر غږ بدرګه کول د هر واقعي افغان دنده او مسووليت دی. 
افغان دولت لپاره تر ټولو ښه فرصت دی، چې د همدې لاریونوالو د ملاتړ په اړه خپل مطبوعاتي پيغامونه او اعلاميې خپرې کړې، تر څو زموږ محکوم وروڼه ځانونه يواځې ونه ګني.

 افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز؛ مطبوعاتي دفتر 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.