ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکى: هلمند کې ۳۷ طالبان وژل شوي

چارواکى: هلمند کې ۳۷ طالبان وژل شوي

author avatar
8 Feb 2018 - 13:08
چارواکى: هلمند کې ۳۷ طالبان وژل شوي
author avatar
8 Feb 2018 - 13:08

لښکرګاه (پژواک، ۱۹ سلواغه ۹۶): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان د سلواغې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو پلان درلود، د نادعلي ولسوالۍ په سيداباد سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي.

د هغه په وينا، مخکې له دې چې طالبان بريد وکړي، امنيتي ځواکونو پرې هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې ٣١ طالبان وژل شوي دي.

دغه راز ده وويل چې د روانو عملياتو په ترڅ کې تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ زرغون کلى، شاول او ناقل اباد سيمې له طالبانو نيول شوي چې په پایله کې یې شپږ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

بلخوا په نادعلي کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې درې پوليس هم ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارن محمد اسماعيل خپلواک پژواک ته وويل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې يواځې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى خو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان هم د ګرشک جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې طالبانو د ګرشک په تورشاه سيمه کې پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ ميله وسله يې طالبانو له ځان سره وړې ده.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې دا مهال يې شپږ ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.