د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دفاع وزارت د ۶۶ وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړ

دفاع وزارت د ۶۶ وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړ

Feb 09, 2018 - 10:31

کابل (پژواک، ۲۰سلواغه ۹۶): د افغانستان د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې تېر ۲۴ ساعتونه د هېواد په ځینو سيمو کې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ۶۶ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان په ننګرهار، لوګر،  پکتيا، اروزګان، زابل،  هرات،  فراه،  فارياب، بغلان، تخار، جوزجان، نيمروز او هلمند ولايتونو کې وژل شوي دي.

سرچينې ليکلي چې په دغو عملياتو کې د دولت ۲۵ مخالفين ټپيان او څلور نور نيول شوي هم دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملیاتو په لړ کې هوايي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۵۱ الوتنې ترسره کړې او په ۱۲ ساحو کې يې وسله وال مخالفين تر بريد لاندې نيولي دي.

د ملي دفاع وزارت د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو ادعا کړې چې دوی د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر دولتي ځواکونه وژلي دي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan