ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: په بغلان کې غصب شوې دولتي ځمکې دې له غاصبینو وګرځول شي

مدني فعالان: په بغلان کې غصب شوې دولتي ځمکې دې له غاصبینو وګرځول شي

author avatar
9 Feb 2018 - 12:53
مدني فعالان: په بغلان کې غصب شوې دولتي ځمکې دې له غاصبینو وګرځول شي
author avatar
9 Feb 2018 - 12:53

پلخمري (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۶): بغلان کې مدني فعالانو په یوه اعتراضي غونډه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې دولتي ځمکې له غاصبینو وګرځوي.

یو شمېر مدني فعالان نن (د سلواغې ۲۰مه) د بغلان د مرکز پلخمري ښاروالۍ او ولایتي شورا دفتر مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو او په دغه ولایت کې یې له غاصبینو د ټولو دولتي غصب شوو ځمکو د بېرته ګرځولو غوښتنه کوله.

یادو مدني فعالانو د اعتراض په ډول د پلخمري ښاروالۍ مخې ته سړک پر استوګنیزو نومرو و وېشه او د ځمکو د چور او تالان نارې یې وهلې.

اعتراض کوونکو د ځمکو د غصب په برخه کې حکومتي چارواکي پر ناغېړۍ تورن کړل او د بغلان ولایت سیمه ییزه اداره یې د دولتي ځمکو په ساتنه کې پاتې وبلله

د بغلان د مدني ټولنې د رهبرۍ شورا غړي نجیب الله محسني پژواک ته وویل: ((په بغلان کې هر زورور او په دولت کې واکمن کس پر خپل سر دولتي ځمکې غصب کړې دي، په دې برخه کې د خلکو شکایت اړ ایستل چې له حکومته د غصب شوو ځمکو د بېرته ګرځولو غوښتنه وکړي.))

دغه راز د بغلان والي عبدالحي نعمتي هم په دغه ولایت کې په لوړه کچه د دولتي ځمکو د غصب پخلي کوي او وايي چې له غاصبینو د یادو ځمکو ګرځولو په موخه یې هڅې پیل کړې دي.

نوموړي پژواک ته وویل: ((په ټول افغانستان کې دولتي ځمکې غصب شوې، بغلان هم د دولتي غصب شوو ځمکو په لېست کې راځي، دلته هم په لوړه کچه دولتي ځمکې غصب شوې دي.))

هغه زیاته کړه، د ولایتي شورا په استازیتوب یې د غصب شوو ځمکو د کچې او ځای معلومولو او بېرته را ګرځولو په موخه یو کمېسیون جوړ کړی چې ډېر ژر به پر کار پیل وکړي.

تېره اوونۍ د بغلان د اراضي ریاست له خوا پژواک ته د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۱۷۴۴ کسانو له خوا ۲۸۷۹۰ جريبه دولتي ځمکې غصب شوې ده.

یاد ریاست ویلي وو چې د ځمکو د غصب یو جدول یې ولایت مقام ، ولایتي شورا او مرکز ته استولی خو تر اوسه یې په اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.