غزني ښار(پژواک،٢١سلواغه٩٦): د غزني په مُقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان له لوري جوړه شوې ماڼۍ د اړوندو ادارو د نه پاملرنې له امله د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.
له نن څخه شاوخوا ٩٦ کاله وړاندې هغه مهال د دې ماڼې د جوړېدو امر ورکړل شو، کله چې غازي امان الله خان له خپلې مېرمنې سره يوځاى له کابل څخه کندهار ته روان وو.
د دې ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي چې دغه ماڼۍ امان الله خان د خپلې مېرمنې ملکې ثريا په خوښې جوړ کړې وه او کندهار ته د سفر پرمهال به يې دلته له خپلو وزيرانو او نورو کسانو سره څو شپې او ورځې تېرولې.
خو د مقر ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ماڼۍ اوسمهال د ړنګېدو له ګواښ سره مخ ده بايد اړوندې ادارې ورته پاملرنه وکړي.
دا مهال په دې ماڼۍ کې د ملي اردو د تاسيساتو يوه څانګه پرته ده.
د دې څانګې قوماندان حميدالله د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې دوى په همدۍ ماڼۍ کې اوسيږي.
هغه وايي:((موږ چې اول راغلو بېخي يې وضعيت خراب و، دا څو ځلې موږ پاکه کړې، خو اوس هم د ړنګېدو له ګواښ سره مخ ده، حکومت يې بايد غمه وخوري.))
د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ميرخان سيمې اوسېدونکي ١٢٠ کلن نيک محمد پژواک ته وويل: (( زما په ياديږي چې امان الله خان به زياتره وخت په کچرو او اسونو سفر کاوه او په دې ماڼۍ کې به د څو ورځو لپاره تم کېده.))
ده وويل چې غازي امان الله خان به څو ورځې په دې سيمه کې تم کېده او د خلکو شکايتونه به يې هم اورېدل.
دغه راز د مُقر ولسوالۍ د فاميليو د سيمې اوسېدونکي حاجي نورالله هم پژواک ته وويل چې د امان الله خان د ماڼۍ ډېره برخه ويجاړه شوې ده.
هغه وايي: ((څو کاله وروسته يو څو کسان د سروې په نوم راشي، بيا نور ورک شي، څوک يې نه ګوري چې څه شول.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ماڼۍ د مقر ولسوالۍ مرکز ته څېرمه پرته ده نو د جوړېدو لپاره يې د نا امنۍ بهانه هم نه شي کېداى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن