ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ناوې ولسوالۍ کې شپږ  امنيتي سرتېري وژل شوي

په ناوې ولسوالۍ کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي

author avatar
10 Feb 2018 - 11:49
په ناوې ولسوالۍ کې شپږ  امنيتي سرتېري وژل شوي
author avatar
10 Feb 2018 - 11:49

لښکرګاه(پژواک،٢١سلواغه٩٦):د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله ٦ امنيتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

په ناوې ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچيني د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د سرخ دوز په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ٦ امنيتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

ده وويل:((دغه وژل شوي سرتېري سنګوريان دي او په ټپيانو کې هم درې تنه يې سنګوريان دي.))

سنګوريان په هلمند کې يوه ځانګړۍ امنيتي ډله ده چې په شخصي جامو کې د امنيت د ټينګښټ لپاره هلې ځلې کوي او د ملي امنيت له لوري تمويليږي.

دغه راز د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن امان الله هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دغه بريد کې پنځه سنګوريان وژل شوي او څلور پوليس ټپيان شوي دي.

امان الله زياته کړه چې په دغه بريد کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې ١٥ سيمه ييز پوليس او سنګوريان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې طالبانو درې پوستې هم نيولي چې يو شمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ناوه د هلمند د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده، چې تېرکال دغه ولسوالۍ وسله والو طالبانو نيولې وه، خو بيا څو مياشتې وړاندې ناوه بېرته د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.