ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د زون په کچه د توبرکلوز د تشخيص او درملنې مرکز پرانيستل شو

پکتيا کې د زون په کچه د توبرکلوز د تشخيص او درملنې مرکز پرانيستل شو

author avatar
10 Feb 2018 - 11:28
پکتيا کې د زون په کچه د توبرکلوز د تشخيص او درملنې مرکز پرانيستل شو
author avatar
10 Feb 2018 - 11:28

ګردېز(پژواک،٢١سلواغه٩٦): په پکتيا کې د سوېل ختيځ زون لپاره د توبرکلوز يا نري رنځ د تشخيص او درملنې عمومي مرکز رسما پرانيستل شو.

روغتيايي مسوولين وايي چې د دې مرکز له فعاليت سره به د يادې ناروغۍ تشخيص ډېر اسانه او مخنيوي به يې وشي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزي د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرکز ته د يو، اېس، اى، ډي په مرسته د څه کم دوه ميليونه افغانيو په لګښت  د توبرکلوز د تشخيص عصري ماشينونه اخيستل شوي دي.

احمدزی وايي چې د ګردېز ښار له روغتونونو، کلينيکونو، درملتونونو او مشهورو ډاکټرانو سره يې هوکړه کړې چې د نري رنځ له ناروغ سره د مخ کېدو پر مهال يې دې مرکز ته معرفي کړي، ترڅو درملنه يې وشي.

نوموړي زياته کړه چې ياد ماشينونه له ناروغۍ سربېره دا هم معلوموي چې ناروغي په کومه کچه او له کومو درملو سره ښه کيږي.

ولايت خان احمدزي په پکتيا کې د نري رنځ د ناروغانو کره شمېره په ګوته نه کړه، خو زياته يې کړه چې د تېرکال په پرتله يې سږکال شمېره نوره هم لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه: (( دلته به د ناروغانو وړيا درملنه کيږي او د ولسواليو خلک به هم راځي، هڅه کوو چې دا ماشينونه او اسانتياوې لا زياتې شي.))

د هېواد په کچه د نري رنځ د روزنې مسول ډاکټر محمدکمين ايوبي پژواک ته وويل چې د نري رنځ د معياري درملنې لپاره صحي کارکوونکو ته مشخصه او لا زياته روزنه ورکوي.

ايوبي وويل چې نری رنځ يوه ساري ناروغي ده او که په وخت يې درملنه ونه شي، نو ناروغ له ډېرو ستونزو سره مخ کوي.

نوموړی وايي: ((دا ناروغي سل فيصده د علاج وړه ده، خو شرط دا دی چې ناروغ بايد تر ټاکلې مودې منظمه درملنه وکړي او که داسې ونه شي، نو بيا مقاوم نری رنځ رامنځته کيږي، چې ډېر خطرناک او وژونکی دی.))

دغه راز د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي د ياد روغتيايي مرکز پرانيسته د يوې ګواښوونکې ناروغۍ د درملنې لپاره ګټوره وبلله او د وسايلو په ښه ساتنه او زياتونه يې ټينګار وکړ.

سهي وايي:((د توبرکلوز تشخيص او مخنيوی ډېر مهم دی او نن د دې کار لپاره ډېر د خوښۍ ځای دی چې دغه مرکز  پرانيستل شو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.