ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استاد سياف د سعودي له چارواکو سره د خبرو لپاره رياض ته رسېدلى

استاد سياف د سعودي له چارواکو سره د خبرو لپاره رياض ته رسېدلى

author avatar
10 Feb 2018 - 14:13
استاد سياف د سعودي له چارواکو سره د خبرو لپاره رياض ته رسېدلى
author avatar
10 Feb 2018 - 14:13

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦) : پخوانى جهادي مشر او د دعوت ګوند رهبر عبدرب الرسول سياف له سعودي چارواکو سره د ترهګرۍ او سخت دريځۍ په اړه د خبرو اترو لپاره رياض ته رسېدلى دى.

له سياف سره په دې سفر کې د ملګري پلاوي يوه غړي د سلواغې په ٢١مه، له رياض څخه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې سفر څخه يې موخه په سيمه او اسلامي نړۍ کې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ په اړه له سعودي مشرانو سره خبرې اترې کول دي.

سرچينې زياته کړې، دا چې استاد سياف د اسلامي نړۍ يو له مهمو اشخاصو او علماوو څخه دى او سعودي د اسلامي نړۍ مرکز دى؛ نو ددغه هېواد د چارواکو ترڅنګ به سياف د حرمين الشرفين له امامانو، مسوولينو او ددغه هېواد له ديني عالمانو سره هم وګوري.

د دې پلاوي ياد غړي وويل، ټاکل شوې ده چې په دې ليدنو کتنو کې به اسلامي نړۍ ته د ورپېښو ستونزو، ننګونو او بحرانونو پر هواري هم بحثونه وشي.

د يادونې ده چې تېر کال د سعودي په پلازمېنه رياض کې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ پر ضد د اعتدال ( منځلارۍ) يوه اداره هم رامنځته شوې ده.

د خليج او عربي هېوادونو په چارو کې د اجراييه رياست سلاکار پاينده حکمت دغه سفر ډېر مهم بولي او زياتوي چې له سعودي عربستان سره استاد سياف ډېرې پخوانۍ او ښې اړيکې لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل،استاد سياف د سعودي له خوا رسمي بلل شوى او دا سفر به د دواړو هېوادونو د اړيکو په نور پياوړي کولو کې ډېر اغېزمن تمام شي.

حکمت وايي، عبدرب الرسول سياف په خپله د ترهګرۍ او سخت دريځۍ کلک مخالف دى او د سعودي له مشرانو سره د اعتدال او منځلارۍ پر موضوعاتو د خبرو اترو په پايله کې به د دواړو هېوادونو ديني عالمان هم په دې اړه سره نږدې شي.

د نوموړي په وينا، دا سفر به دافغانستان د سولې پروسې لپاره هم اغېزمن واقع وشي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.