ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څښاک اوبو نشتوالي د غور اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي

د څښاک اوبو نشتوالي د غور اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي

author avatar
10 Feb 2018 - 15:26
د څښاک اوبو نشتوالي د غور اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي
author avatar
10 Feb 2018 - 15:26

 

 فيروزکوه(پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦): سره له دې چې د هېواد درې ستر سيندونه له غور څخه  تېرېږي، خو ددې ولايت اوسېدونکي د څښاک اوبو له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې په سيمو کې يې لسګونه څاګانې وچې شوې دي.

د هريرود، فراه رود او مرغاب سيندونه له غور ولايت  څخه  تېرېږي، خو ددې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي د سړو په دې موسم کې اړ دي چې د هريرود سيند اوبه چې روغتيايي هم نه دي، د څښلو لپاره وکاروي.

د دوى په خبره، د فيروز کوه ښار ټولې څاګانې له يوې مودې راهيسې وچې شوې او دوى اړ دي چې د خپلې اړتيا وړ اوبه له ډېرو لرې ساحو نه راوړي.

د غور د مرکز فېروز کوه ښار يوې اوسېدونکې ٤٠ کلنې فاطمې پژواک خبري اژانس ته وويل، په داسې ځاى کې ژوند کوي چې د څښاک اوبو يوه څاه لري، هره ورځ سلګونه کورنۍ ترې اوبه وړي، خو اوبه يې زياتې نه دي، ځينې نورې کورنۍ اړ دي چې لسګونه کيلومتره پلى مزل وکړي او د هريرود له سيند نه کور ته اوبه راوړي.

 هغه وويل:((دلته يوه څاه ده، کله کله په کې اوبه خلاصېږي، اړ کېږو چې سيند ته لاړ شو، په اوبو راوړلو پسې يو دوه ساعته لار ووهو.))

د فيروز کوه ښار دغه اوسېدونکى وايي چې يادې ستونزې يې څو ځله له ولايتي شورا، ځايي ادارې او نورو اړوندو رياستونو سره شريکې کړې دي، خو تر اوسه پورې کومه پاملرنه نه ده شوې.

د فيروزکوه ښار يوه بل اوسېدونکي حسين وويل:((ځانته په ډېره سختۍ اوبه پيدا کوو، ددې سيمو ټولې څاګانې وچې شوې، ستونزې مو له ولايتي شورا، کليوپراختيا ادارې او والي سره شريکې کړې، خو هېڅ پاملرنه يې نه ده کړې.))

له بلې خوا د غور ولايتي شورا غړي هم په دې ولايت کې د څښاک اوبو نشتوالى د اندېښنې وړ بولي او د خلکو کورونو ته د څښاک د پاکو اوبو رسول فېروز کوه ښار د اوسېدونکو اړتيا ګڼي.

د غور د ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان پژواک ته وويل چې په فيروز کوه ښار کې يې د اوبو د نشتوالي ستونزه کابل ته په خپلو سفرونو کې د اوبو او برېښنا وزارت او اړوندو ارګانونو سره شريکه کړې، په دې اړه ژمنې هم ورسره شوې، خو تر اوسه پورې عملي کار نه دى شوى.

نوموړي وويل:((کوم ښار چې د اوبو او برېښنا اړتياوې يې نه وي پوره شوې، ښار ورته نه شو ويلى، خلک مو له ستونزو سره مخ دي.))

له بلې خوا د غور ولايت ځايي چارواکي هم د څښاک اوبو د نشتوالي ستونزه مني او وايي چې د سمې اوبيزې سرچينې د نشتوالي په سبب نه دي توانېدلي چې دغه ستونزه حل کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.