د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مقر کې د امان الله خان له لوري جوړه شوې ماڼۍ د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ ده

مقر کې د امان الله خان له لوري جوړه شوې ماڼۍ د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ ده

Feb 10, 2018 - 15:02

غزني ښار(پژواک،٢١سلواغه٩٦): د غزني په مُقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان له لوري جوړه شوې ماڼۍ د اړوندو ادارو د نه پاملرنې له امله د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.

له نن څخه شاوخوا ٩٦ کاله وړاندې هغه مهال د دې ماڼې د جوړېدو امر ورکړل شو، کله چې غازي امان الله خان له خپلې مېرمنې سره يوځاى له کابل څخه کندهار ته روان وو.

د دې ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وايي چې دغه ماڼۍ امان الله خان د خپلې مېرمنې ملکې ثريا په خوښې جوړ کړې وه او کندهار ته د سفر پرمهال به يې دلته له خپلو وزيرانو او نورو کسانو سره څو شپې او ورځې تېرولې.

خو د مقر ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ماڼۍ اوسمهال د ړنګېدو له ګواښ سره مخ ده بايد اړوندې ادارې ورته پاملرنه وکړي.

دا مهال په دې ماڼۍ کې د ملي اردو د تاسيساتو يوه څانګه پرته ده.

د دې څانګې قوماندان حميدالله د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې دوى په همدۍ ماڼۍ کې اوسيږي.

هغه وايي:((موږ چې اول راغلو بېخي يې وضعيت خراب و، دا څو ځلې موږ پاکه کړې، خو اوس هم د ړنګېدو له ګواښ سره مخ ده، حکومت يې بايد غمه وخوري.))

د غزني د قره باغ ولسوالۍ د ميرخان سيمې اوسېدونکي ١٢٠ کلن نيک محمد پژواک ته وويل: (( زما په ياديږي چې امان الله خان به زياتره وخت په کچرو او اسونو سفر کاوه او په دې ماڼۍ کې به د څو ورځو لپاره تم کېده.))

ده وويل چې غازي امان الله خان به څو ورځې په دې سيمه کې تم کېده او د خلکو شکايتونه به يې هم اورېدل.

دغه راز د مُقر ولسوالۍ د فاميليو د سيمې اوسېدونکي حاجي نورالله هم پژواک ته وويل چې د امان الله خان د ماڼۍ ډېره برخه ويجاړه شوې ده.

هغه وايي: ((څو کاله وروسته يو څو کسان د سروې په نوم راشي، بيا نور ورک شي، څوک يې نه ګوري چې څه شول.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ماڼۍ د مقر  ولسوالۍ مرکز ته څېرمه پرته ده نو د جوړېدو لپاره يې د نا امنۍ بهانه هم نه شي کېداى.

بل لورته د اړوندې موضوع په اړه د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ابداتو مسوول محبوب الله رحماني پژواک ته وويل چې د يادې ماڼې د جوړېدو لپاره تر اوسه دوه ځلې سروې ترسره شوې ده.

ده وويل: (( رښتيا هم دا يوه تاريخي ماڼۍ ده، خو اوس يې ډېرې برخې ويجاړې شوې دي، کوښښ مو وکړ چې د روان مالي کال په بوديجه کې يې شامله کړو خو دا کار  ونه شو.))

د رحماني په وينا، دوى کوښښ کوي چې د راتلوونکي مالي کال په بوديجه کې يې شامله کړي او کار پرې پيل کړي.

د يادونې ده چې دغه ماڼۍ د استوګنې د خونو ترڅنګ، هوټل، بڼ او نور ملحقات هم لري.

مقر د غزني له مرکز څخه څه باندې سل کيلومتره لرې د کابل-کندهار پر لويه لار پرته ولسوالۍده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement