ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ښځينه لوبغاړې د ښځو د ځانګړي جمنازيوم له نه شتون شکايت کوي

هرات کې ښځينه لوبغاړې د ښځو د ځانګړي جمنازيوم له نه شتون شکايت کوي

author avatar
10 Feb 2018 - 19:18
هرات کې ښځينه لوبغاړې د ښځو د ځانګړي جمنازيوم له نه شتون شکايت کوي
author avatar
10 Feb 2018 - 19:18

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦): په هرات کې يو شمېر ښځينه لوبغاړې په دغه ولايت کې د ښځو د ورزش لپاره د ځانګړي ځاى له نه شتون سر ټکوي.

دغه لوبغاړې وايي چې د ښځو لپاره د ځانګړو جمنازيمونو نه شتون له امله، ځينې کورنۍ خپلو لوڼو ته د ورزش کولو اجازه نه ورکوي.

د هرات يوه اوسېدونکې فوزيه برتر چې له تېرو دوه کلونو راهيسې د فوټسال په برخه کې ورزش کوي. نوموړې د ښځو لپاره د ځانګړي جمنازيوم له نه شتون شکايت کوي او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، د ښځو لپاره د مناسب ورزشي ځاى د نه شتون له امله يې له بده مرغه په دغه برخه کې وده نه ده کړې.

هغې زياته کړه: "د ښځو لپاره د ځانګړي جمنازيوم نه شتون ستره ستونزه ده او د لوبغاړو مېرمنو لپاره د جمنازيوم نه شتون له امله ډېرې کورنۍ خپلو لوڼو ته د ورزش کولو اجازه نه ورکوي."

د دغه ولايت يوې بلې لوبغاړې سامره حيدري پژواک ته وويل، اوسمهال په دغه ولايت کې ډېر شمېر نجونې په بېلابېلو برخو کې د ورزش کولو لېوالتيا لري، خو د مناسب ځاى نه شتون له امله ورزش نه کوي.

نوموړې زياته کړه: "له بدغه مرغه موږ ځانګړى جمنازيوم نه لرو او موږ همېشه د ميرويس صادق جمنازيوم ته چې د سړيو دى؛ راځو."

هرات کې ښځينه لوبغاړې له حکومت په ځانګړي ډول د ياد ولايت له بدني روزنې ادارې غواړي چې د ښځينه لوبغاړو لپاره مناسب ځايونه جوړ کړي.

ورته مهال هرات کې د ښځو حقونو فعالې ماريا بشير هم ښځينه لوبغاړو ته د نه پاملرنې له امله اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، که چېرې ښځې ځانګړي جمنازيومونه ولري، نو ورزش به يې څو برابره وده وکړي او هېواد ته به ډېرې لاسته راوړنې ولري.

هغې وويل: "دا په هرات کې د ټولو نجونو او مېرمنو غوښتنه ده چې دوى ته په غوره امکاناتو سره يو ځانګړى جمنازيوم چمتو شي، څو موږ يې د لا ډېرو لاسته راوړنو او قهرمانيو شاهدانې واوسو."

ورته مهال د هرات د بدني روزنې مشر حميدالله کبير پژواک ته وويل، هڅه کوي په راتلونکي لمريز کال کې د ښځو او نجونو لپاره ځانګړى جمنازيوم جوړ کړي.

هغه زياته کړه، د ياد جمنازيوم لپاره د سيمه ييزې ادارې له لوري د ځمکې ځانګړې کولو لړۍ بشپړه شوې او له پړاوونو د ترسره کولو لپاره د هېواد مرکز ته لېږل شوې چې له هغه ځايه د کار په بشپړېدو سره به چارې پيل شي.

هغه زياته کړه، اوسمهال په هرات کې په بېلابېلو څانګو کې له څلور زره زياتې مېرمنې ورزش کوي چې دوى ته د ځانګړي جمنازيوم په جوړېدو سره به دوى لا ډېرې وهڅول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.