ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج د غوښتنو تر منل کېدو وروسته پاى ته ورسېد

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج د غوښتنو تر منل کېدو وروسته پاى ته ورسېد

author avatar
10 Feb 2018 - 18:18
په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج د غوښتنو تر منل کېدو وروسته پاى ته ورسېد
author avatar
10 Feb 2018 - 18:18

کابل (پژواک،٢١ سلواغه ٩٦) : د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د زرګونو پښتنو او قبايلو ١١ورځنى احتجاج د دوى د غوښتنو تر منلو کېدو وروسته پاى ته ورسېد.

دا احتجاج وروسته له هغه پيل شوى و، چې په کراچۍ کې د پوليسو يو افسر د وزيرستان يو ځوان مدني فعال نقيب الله مسيد وتښتاوه او بيا وروسته يې په يوه جعلي نښته کې وواژه.

د کوزې پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو اوسېدونکو او د پاکستان په نورو سيمو کې مېشتو زرګونو پښتنو له تېرو نږدې دوو اوونيو راهيسې د خپلو حقوقو لپاره په اسلام اباد کې سوله ييز لاريون کړى و.

ددغه لاريون يو تن تنظيموونکي منظور احمد پشتين د سلواغې په ٢١مه، مازيګر ناوخته خپلو پلويانو ته اعلان وکړ چې حکومت يې غوښتنې منلې دي او دا  احتجاج نور پاى ته ورسېد.

هغه زياته کړه، که چېرې حکومت په خپلو ژمنو په يوه مياشت کې عمل ونه کړ؛ نو دوى به يو ځل بيا اسلام اباد ته مخه کوي.

پشتين وويل چې ددوى پنځه غوښتنې وې، د نقيب الله د قاتلانو نيول او اعدامول، د پښتنو د وژلو او ترور کولو د پېښو د څېړلو لپاره د يوه کمېسيون جوړول، د نادرکه شوو پښتنو پيدا کول، په قبايلي سيمو او په ځانګړې توګه په وزيرستان کې د ځاى پر ځاى شوو ماينونو پاکول او د هغوى له قربانيانو سره مرستې کول او پر پښتنو د ظلمونو بندول.

نوموړي زياته کړه چې حکومت يې ټولې غوښتنې منلې دي او د خپلو ژمنو په اړه يې يوه رسمي اعلاميه هم ورکړې چې ده يې يوه کاپي ګډونوالو ته ورښکاره کړ.

د پاکستان حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جنورۍ په شپږمه نېټه د پښتنو احتجاج کوونکو سره په غونډه کې شوې ژمنې به عملي کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د نقيب الله دقاتل د پوليسو مشر راو انوار د نيولو او محکمې ته د سپارلو هڅې به ګړندۍ کوي، دغه راز د وزيرستان ټولې سيمې به له ماينونو پاکوي او لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د خيبر پښتونخوا والي ته سپارښتنه کړې چې د وزيرستاني قربانيانو له کورنيو سره نغدي مرستې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي،په وزيرستان کې به يو دولتي کالج  د نقيب الله مسيد په نوم نومول کېږي.

د يادونې ده چې د پښتنو دغه خودجوشه احتجاج، پرلت او لاريون ته سياسي مشرانو هر يوه اسفنديار ولي خان، محمود خان اڅکزي، عمران خان، سراج الحق او ددغه هېواد يو شمېر نورو سياسي مشرانو هم ويناوې کړې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.