ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان ځوان له خوا جوړه ابګرمي  له دوو ساعتونو کم وخت کې سل لېتره اوبه اېشوي

د افغان ځوان له خوا جوړه ابګرمي له دوو ساعتونو کم وخت کې سل لېتره اوبه اېشوي

author avatar
11 Feb 2018 - 17:18
د افغان ځوان له خوا جوړه ابګرمي  له دوو ساعتونو کم وخت کې سل لېتره اوبه اېشوي
author avatar
11 Feb 2018 - 17:18

کابل(پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦): يوه فعال افغان ځوان داسې لمريزه ابګرمي جوړه کړې چې په څه کم دوو ساعتونو کې سل لېتره اوبه اېشوي، خو وايي چې ددې کار په سبب د يو شمېر نا پېژانده کسانو له لوري ګواښل کېږي.

٣٣ کلن ولي جان شېرزاد چې د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى او اوسمهال د کابل ښار څرخي پله سيمه کې ژوند کوي، دا ابګرمي يې له اهن چادر، مالوچو، کاک، تور رنګ او ښېښې  څخه جوړه کړې ده.

دا ابګرمي دوه ټانکۍ لري چې په يوه کې يې سړې اوبه ساتل کېږي، کله چې په دويمه ټانکۍ کې تودې اوبه مصرف شي، نو سړې اوبه خپله دويمې ټانکۍ ته ځي او تودېږي.

هغه ټانکۍ چې اوبه ګرموي، لومړى په کې مالوچ، ورپسې تور رنګه کاک  ورکړل شوى او پر مخ يې عادي ښېښه لګېدلې ده.

نوموړى چې تر نهم ټولګي پورې يې درس ويلى، اوسمهال فلزکاري او موټر سايکل سازي کوي. هغه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړي مرکه کې وويل چې په وروستيو دوو کلونو کې يې دا ډول ١١ ابګرمۍ جوړې کړې دي.

 هغه وويل چې خپلې جوړې کړې ابګرمي ته يې(شېرزاد برېښنايي ابګرمي) نوم ورکړى، ځکه دې ټکي ته يې پام اوښتى و چې افغانستان د کال په اوږدو کې ډېرى وختونه لمريزه هوا لري او خلک يې له برېښنا محروم دي.

شېرزاد وويل چې دا ابګرمي په هغه وخت کې چې هوا په بشپړ ډول لمريزه وي، په يوه ساعت کې او که چېرته نيمه لمريزه وي، په دوو ساعتونو کې سل لېتره اوبه په جوش راوستلى شي.

د نوموړي په خبره، که چېرته حکومت ورسره دده جوړې کړې ابګرمي ته د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي، په هرو دوو ورځو کې دا ډول يوه ابګرمي جوړولى شي.

شېرزاد زياته کړه چې دا لمريزه ابګرمي پنځلس زره افغانۍ لګښت لري او  دى يې په ١٨ زره افغانۍ پلوري.

د څرخي پله  يو  اوسېدونکي شريف الله چې له دې ابګرمي له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې کار اخلي، وويل چې د برېښنا لګښت يې ورسره کم شوى دى.

هغه وويل:((دا ابګرمي که هوا صافه وي، په يوه يا يو نيم ساعت او که هوا نيمه ورېځ وي، په دوو ساعتونو کې د سل لېتره ذخيرې اوبه په جوش راولي.))

د ولي جان شېرزاد پلار حاجي محب الله شېرزاد له حکومت  څخه غوښتنه وکړه، څو له زوى سره يې په دغه برخه کې مرسته وکړي، خو له جزيياتو پرته يې وويل:((يوه مياشت کېږي چې يو شمېر افراد مو د شپې له خوا ګواښي چې د ابګرميو له توليده لاس واخلو، موږ غوښتل چې د فېسبوک له لارې خپلو ابګرميو ته کمپاين وکړو، خو اوس هره ورځ ګواښل کېږو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.