ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پښتني تجارتي بانک شتمني د تېر کال په پرتله کابو ۱۵سلنه ډېره شوې”

“د پښتني تجارتي بانک شتمني د تېر کال په پرتله کابو ۱۵سلنه ډېره شوې”

author avatar
11 Feb 2018 - 18:34
“د پښتني تجارتي بانک شتمني د تېر کال په پرتله کابو ۱۵سلنه ډېره شوې”
author avatar
11 Feb 2018 - 18:34

کابل (پژواک،۲۲سلواغه۹۶): د پښتني تجارتي بانک رييس وايي چې په روان کال کې يې څه باندې ۷۷۶ ميليون افغانۍ صعب الحصول (په سختۍ ترلاسه کېدونکي) پورونه يې ترلاسه کړي او د ياد شوي بانک شتمني د مخکيني کال په پرتله کابو ۱۵سلنه ډېره شوې ده.

دغه مطلب د پښتني تجارتي بانک رييس عبدالعزيز بابکرخېل له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې بيان کړ.

نوموړي وويل چې ياد شوی پور يې د  وروستيو درېيو کلونو په اوږدو کې  تر ټولو لوړه اندازه ده چې په ۱۳۹۵ کال کې څه باندې ۳۴۰ميليون افغانۍ او په ۱۳۹۴ کال کې څه باندې ۳۹۷ميليون افغانۍ ترلاسه کړې دي.

نوموړي  په روان کال کې د ياد شوي بانک د مشتريانو شتمنۍ او امانتي پيسې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل:" د بانک په شتمنيو کې د تېرو کلونو په پرتله ۱۵.۱۵سلنه او دغه راز د ياد شوي بانک د مشتريانو امانتي پيسو کې ۱۷.۳۶سلنه ډېر والی راغلی دی."

بابکرخېل زياته کړه چې په دې وخت کې د پورونو او د تېرو پورونو ليټراف کريډټونو ۹ دوسيې چې د اجرا شويو پورونو اصلي له (۹،۷)ميليون امريکايي ډالرو او(۹۷،۲) ميليون افغانيو څخه ډېر دی، تصفيه شوی او ۲۳۶قطعې بانکي تضمينونه چې ۱۲۴،۳ميليون افغانۍ کېږي، صادر شوي دي.

نوموړي په روان کال کې بانک ته د شاوخوا ۳۰۶ميليون افغانيو خالصې ګټې او د مرکزي بانک نوټونو د کپيتلونو د ګډون له لارې له ۲۷۷،۳ميليون ډېرو افغانيو لاسته راوړل، د ياد شوي بانک نورې لاسته راوړنې وبللې.

د پښتني بانک مشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د پانګونې او په نړيواله کچه د پيسو  لېږدولو په موخه (د  امريکا له سټي بانک، اکسس بانک، اندوز بانک، ای سي ای سي ای بانک، برودابانک، سټيټ بنک اف اينډيا، اچ ډي اف سي بانک، وای ډی ای بي بانک) بانکونو سره د اړيکو رامنځ ته کولو لپاره هم هڅې شوې دي.

بابکرخېل وويل چې پښتني تجارتي بانک، په روان کال کې څه باندې يو نيم ميليارد افغانۍ پاکې کړې دي او زياته يې کړه:" رنګ او زړې پيسې له چلند څخه بېلې کړای شوې دي، پر مشتريانو د چلند پيسې وېشل شوې ، زړې او رنګ شوې پيسې د افغانستان بانک ته وړل شوې دي."

نوموړي دغه راز وويل چې په دې وخت کې يې د پورونو ډېری تر تضمين لاندې ملکيتونه خالي کړي او د بانک هغه طلبات چې له ۳۰کلونو ډېر وخت پاتې دي، د تصفيې تر کلک کار لاندې دي.

د پښتني بانک مشر وويل چې په ۱۳۹۶ کال کې په (کلبهار سنټر،بهارستان، رحمان بابا مينه او شهزاده سرای) کې څلور ښاري څانګې چې د معلوماتي ټکنالوجۍ پر ټولو سيستمونو فعالې دي پرانيستل شوې او دغه راز مشتريانو(Token Machine)   ته د خدمتونو د لا ډېر نظم په موخه په دهمزنګ، ميرويس ميدان، ګلبهار سنټر او مکروريانو کې مرکزي او ښاري دفترونه جوړ شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل چې د کاري روڼتيا او ستونزو د حل کېدو په موخه د نظم او انضباط کمېټې او تدارکاتو په نوم نوې کمېټه يې جوړه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.