ترينکوټ (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۶) چارواکي وايي چې په اروزګان ولايت کې بمبارۍ او د ماين چاودنه کې پنځه وسله وال طالبان او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالقوي عمري د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ له غرمې وروسته د بهرنيو ځواکونو A10 ډوله الوتکو د مرکز ترينکوټ اړوند د نچين په سيمه کې بمبار کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه هوايي بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
عمري وايي، د وژل شوو طالب جنګياليو جسدونه اوس هم په سيمه کې تر خاورو لاندې پاتې دي.
د امنيت امر دغه راز وويل چې تېره ورځ د مرکز ترينکوټ اړوند د سولې په سيمه کې پر ملکيانو د وسله والو طالبانو خښ شوي ماين چاودنه کړې چې په ترڅ کې يې دوه تنکي ځوانان وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دوه ورځي وړاندې هم د سولې په سيمه کې ماين چاودنې درې ماشومان وژلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن