ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختيځو ولايتونو خلکو د کوزې پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ لويه غونډه جوړه کړه

د ختيځو ولايتونو خلکو د کوزې پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ لويه غونډه جوړه کړه

author avatar
11 Feb 2018 - 17:28
د ختيځو ولايتونو خلکو د کوزې پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ لويه غونډه جوړه کړه
author avatar
11 Feb 2018 - 17:28

جلال اباد (پژواک، ۲۲ سلواغه ۹۶): د ختيځو ولايتونو زرګونه اوسېدونکو په جلال اباد ښار کې د يوې لويې غونډې پرمهال د کوزې پښتونخوا د پښتنو د پاڅون ملاتړ وکړ او افغان حکومت يې له هغوی سره مرستو ته و هڅاوه .

د ختيځ زون د څلورو ولایتونو اوسېدونکي، قومي مشران، ځوانان، مدني ټولنې او د افغانستان د ملي تحريک ګوند مشر د سلواغې په ۲۲مه شېرزي لوبغالي کې راټول شوي وو او د لر او بر يو افغان چغې يې وهلې.

دوی دغه راز د کوزې پښتونخوا د ازادۍ نارې برحقې وګڼلې او ډيورنډ پوله يې د انګريزي ښکيلاک له لوري رامنځته شوې يوه نه نامنلې کرښه وبلله.

د غونډې ګډونوالو د ملي بيرغ په رپولو د لوی افغانستان د داعيې د ګټلو شعارونه ورکول او په دغه برخه کې يې د سر قربانۍ ته د چمتوالي سنې هم ډبولې.

د افغانستان د ملي تحريک ګوند مشر محمد اسماعيل يون د غونډې ګډونوالو ته د وينا پرمهال وويل چې د کوزې پښتونخوا پښتنو له کوم تاوتريخوالي او تشدد پرته د خپل احتجاج پای ته رسولو باندې وښوده چې پښتانه سوله خوښي خلک دي.

هغه پر حکومت غږ  وکړ چې يوازې په تشو اعلاميو ځان خلاص نه کړي او د ډيورنډ کرښې نه منلو او دغې ستونزې د حل لپاره دې د کوزې پښتونخوا د پښتنو کلک ملاتړ  وکړي او له هغوی سره دې مرستې وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((نن په پاکستان کې يو شمېر خلک شته، چې د هغوی تالي څټي دي، د انګريز خبر مني، د کفر خبره مني، د اسلام خبره نه مني، څرګند مثال يې مولانا فضل الرحمن دی. ماسره د ډيورنډ په کرښه معامله کوي او زما خبره نه مني، وايي ډيورنډ رسمي، د انګريز خبره مني.))

د غونډې يو بل وينا وال او د ننګرهار د ولايتي شورا مرستیال لعل محمد دراني وويل چې ډيورنډ کرښه د پښتنو د بېلوالي لپاره رامنځته شوې او اوس پښتانه بايد دغه بېلتون ته د پای ټکی کېږدي او رابيداره شوي هم دي.

هغه د کوزې پښتنونخوا پر پښتنو غږ  وکړ چې د پاکستان د حکومت درواغجنې ژمنې دې نه مني او خپله ازادي دې وغواړي.

غونډه کې د کونړ د خلکو په استازيتوب محمد انور سلطاني ټينګار وکړ او ويې ويل چې که دا ځل افغان حکومت د دغې موضوع ملاتړ ونه کړي؛ نو ولسونه دا ځل په کرار نه کيني او خپل حق غواړي.

قومي مشر زمري احمدزي غوښتنه وکړه چې پښتانه بايد دا ځل ونه غولېږي او د خپل برحق حق د تر لاسه کولو لپاره لر او بر پښتون سره يو موټی شي او کوز پښتانه باید خپلواک او له لوی افغانستان سره يوځای شي.

د دغې غونډې ګډونوالو د کوزې پښتونخوا پښتانه محکوم وبلل او د هغوی د ازادۍ لپاره يې د لر او بر پښتون پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.