د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د پښتني تجارتي بانک شتمني د تېر کال په پرتله کابو ۱۵سلنه ډېره شوې"

"د پښتني تجارتي بانک شتمني د تېر کال په پرتله کابو ۱۵سلنه ډېره شوې"

Feb 11, 2018 - 18:34

کابل (پژواک،۲۲سلواغه۹۶): د پښتني تجارتي بانک رييس وايي چې په روان کال کې يې څه باندې ۷۷۶ ميليون افغانۍ صعب الحصول (په سختۍ ترلاسه کېدونکي) پورونه يې ترلاسه کړي او د ياد شوي بانک شتمني د مخکيني کال په پرتله کابو ۱۵سلنه ډېره شوې ده.

دغه مطلب د پښتني تجارتي بانک رييس عبدالعزيز بابکرخېل له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې بيان کړ.

نوموړي وويل چې ياد شوی پور يې د  وروستيو درېيو کلونو په اوږدو کې  تر ټولو لوړه اندازه ده چې په ۱۳۹۵ کال کې څه باندې ۳۴۰ميليون افغانۍ او په ۱۳۹۴ کال کې څه باندې ۳۹۷ميليون افغانۍ ترلاسه کړې دي.

نوموړي  په روان کال کې د ياد شوي بانک د مشتريانو شتمنۍ او امانتي پيسې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل:" د بانک په شتمنيو کې د تېرو کلونو په پرتله ۱۵.۱۵سلنه او دغه راز د ياد شوي بانک د مشتريانو امانتي پيسو کې ۱۷.۳۶سلنه ډېر والی راغلی دی."

بابکرخېل زياته کړه چې په دې وخت کې د پورونو او د تېرو پورونو ليټراف کريډټونو ۹ دوسيې چې د اجرا شويو پورونو اصلي له (۹،۷)ميليون امريکايي ډالرو او(۹۷،۲) ميليون افغانيو څخه ډېر دی، تصفيه شوی او ۲۳۶قطعې بانکي تضمينونه چې ۱۲۴،۳ميليون افغانۍ کېږي، صادر شوي دي.

نوموړي په روان کال کې بانک ته د شاوخوا ۳۰۶ميليون افغانيو خالصې ګټې او د مرکزي بانک نوټونو د کپيتلونو د ګډون له لارې له ۲۷۷،۳ميليون ډېرو افغانيو لاسته راوړل، د ياد شوي بانک نورې لاسته راوړنې وبللې.

د پښتني بانک مشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د پانګونې او په نړيواله کچه د پيسو  لېږدولو په موخه (د  امريکا له سټي بانک، اکسس بانک، اندوز بانک، ای سي ای سي ای بانک، برودابانک، سټيټ بنک اف اينډيا، اچ ډي اف سي بانک، وای ډی ای بي بانک) بانکونو سره د اړيکو رامنځ ته کولو لپاره هم هڅې شوې دي.

بابکرخېل وويل چې پښتني تجارتي بانک، په روان کال کې څه باندې يو نيم ميليارد افغانۍ پاکې کړې دي او زياته يې کړه:" رنګ او زړې پيسې له چلند څخه بېلې کړای شوې دي، پر مشتريانو د چلند پيسې وېشل شوې ، زړې او رنګ شوې پيسې د افغانستان بانک ته وړل شوې دي."

نوموړي دغه راز وويل چې په دې وخت کې يې د پورونو ډېری تر تضمين لاندې ملکيتونه خالي کړي او د بانک هغه طلبات چې له ۳۰کلونو ډېر وخت پاتې دي، د تصفيې تر کلک کار لاندې دي.

د پښتني بانک مشر وويل چې په ۱۳۹۶ کال کې په (کلبهار سنټر،بهارستان، رحمان بابا مينه او شهزاده سرای) کې څلور ښاري څانګې چې د معلوماتي ټکنالوجۍ پر ټولو سيستمونو فعالې دي پرانيستل شوې او دغه راز مشتريانو(Token Machine)   ته د خدمتونو د لا ډېر نظم په موخه په دهمزنګ، ميرويس ميدان، ګلبهار سنټر او مکروريانو کې مرکزي او ښاري دفترونه جوړ شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل چې د کاري روڼتيا او ستونزو د حل کېدو په موخه د نظم او انضباط کمېټې او تدارکاتو په نوم نوې کمېټه يې جوړه کړې ده.

د پښتني تجارتي بانک مشر دغه راز د ازادو سياليو له لارې د وړ کسانو لار موندنه يو اصل وباله او زياته يې کړه:" کسان د رڼو او ازادو سياليو له لارې د تحصيلي درجې او کاري تجربې له مخې ګومارل شوي او دغه راز د نيمه لوړو اولوړو زده کړو پوهنتونونو د ادارې او تجارت، حسابدارۍ انستيتيوتونو د محصلانو لپاره کار زده کړې زمينه برابره شوې ده."

نوموړي هغې بانکي اساس نامې ته په شارې سره چې پخوا کلونو کې تعديل په کې نه و راغلى ، وويل چې د غه سندترتيب شوی او دغه راز د کاري بهير د ګړنديتوب او اغېزمن توب په موخه په بېلا بېلو برخو کې منظم فورمونه برابره شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement