ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا ۹۵ سلنه ښځو پېژندپاڼې نه دي اخیستې

د پکتيکا ۹۵ سلنه ښځو پېژندپاڼې نه دي اخیستې

author avatar
11 Feb 2018 - 13:29
د پکتيکا ۹۵ سلنه ښځو پېژندپاڼې نه دي اخیستې
author avatar
11 Feb 2018 - 13:29

ښرنه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦): د پکتيکا دولتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت ٩٥ سلنه ښځو او ٣٠ سلنه نارينه و تر اوسه پېژندپاڼې نه دي ترلاسه کړې چې دا يوه لويه ستونزه ده.

په ښرنه کې قومي مشر مومن خان کمال وال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې يوازې هغه ښځې پېژندپاڼې لري چې حج ته تللې، بهرنى سفر يې کړى او يا یې هم د وثيقې جوړولو لپاره تذکرې ته اړتيا وه.

ده وويل: ((دغه ډول ښځې د پکتيکا د ښځو يو فيصد هم نه جوړوي، نو ويلى شو چې دلته ډېری ښځې تر اوسه تذکرې نه لري.))

د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې لا اوس هم کلتوري محدوديتونه پر خپل ځای پاتې دي، خلک او کورنۍ نه غواړي چې خپلو مېرمنو ته پېژندپاڼې واخلي؛ ځکه په ډېری سيمو کې د پېژندپاڼو اخيستل د مېرمنو لپاره يو ډول پېغور دى.

د نوموړي په خبره چې په دغه ولايت کې داسې ولسوالۍ هم شته چې تر اوسه يې نارينه هم پېژندپاڼې نه لري.

ده وويل: ((دا بيا لرې پرتې ولسوالۍ دي، هلته طالبان حاکم دي نو خلک هم زړه نه ښه کوي چې تذکرې واخلي.))

کمال وال پر قومي مشرانو غږ وکړ چې خلک د پېژندپاڼو د اخيستلو لپاره وهڅوي؛ ځکه دا يوه لويه ستونزه ده او بايد حل شي.

دغه راز د مرکز ښرنې د ديګانو کلي اوسېدونکې بي بي امنې پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې يواځې نارينه د تذکرو اخيستو حق لري.

هغې وويل: ((ښځو ته نارينه تذکرې نه اخلي، دا يواځې خپل حق ګڼي او بله دا چې ښځې هم زړه نه ښه کوي چې تذکره واخلي؛ ځکه بيا نورې ښځې ورته پېغور ورکوي چې دولت ته تللې وې او تذکره دې اخيستې ده.))

دغه راز د پکتيکا د يوسف خېلو ولسوالۍ د مشخېلو کلي اوسېدونکې زينب پژواک ته وويل، دا يوه روښانه خبره ده چې کورنۍ مېرمنو ته تذکرې نه اخلي، نو حکومت دې د کورنيو مشران اړ کړي څو ښځو ته پېژندپاڼې واخلي.

دې وويل: ((حکومت دې په شفاخانو او نورو ځايونو کې له ښځو تذکرې وغواړي څو ښځې مجبورې شي چې پر خپل خاوند ځان ته تذکره جوړه کړي.))

د هغې په وينا، همدغه شان چې ښځې پېژندپاڼې نه لري په نورو مسايلو کې هم يواځې تصميم نيوونکي نارينه دي.

يادې ښځې هم د هغو کسانو له ډلې څخه دي چې تر اوسه يې تذکرې نه دي ترلاسه کړې.

په دې اړه د ښرنې اوسېدونکي نورالله چى نه غواړي د کورنيو ښځې یې تذکرې واخلي، پژواک ته وويل، دا د پخوا نه يو دود پاتې دى چې ښځې بايد پېژندپاڼې ونه لري.

دى وايي: ((اول ښځو ته د تذکرې ضرورت نه پيدا کېږي، دويمه دا کله چې يوه ښځه تذکره واخلي، نو بيا يې عکس د تذکرې ادارې په کتاب کې پاتې کېږي چې دا د نارينه لپاره بيا يو لوى شرم دى.))

خو ده زياته کړه چې د پخوا په پرتله دغه ستونزه يو څه کمه شوې ده او په وخت سره به نوره هم کمه شي.

دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا غړي نعمت الله بابري هم له پژواک سره په خبرو کې وويل چې که حکومت د دغه ولايت اوسېدونکو ته د پېژندپاڼو اخیستلو مناسب چاپېريال برابر نه کړي د دغه ولايت ډېر شمېر اوسېدونکي به له راتلونکو لويو تصميم نيونو بې برخې وي.

هغه د پېژندپاڼو نه اخيستلو لاملونه نا امني، د کورنيو نه پاملرنه، د مېرمنو په برخه کې کلتوري ستونزې، د حکومت لږه پاملرنه او په ځانګړي ډول په يو شمېر ولسواليو کې د پېژندپاڼو د مديريتونو نه شتون په ګوته کړل.

سرچينې له دولت څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي يو شمېر ورکشاپونه تر سره کړي او په ټولو ولسواليو کې دې د پېژندپاڼو مديريتونه فعال کړي څو خلک په اسانۍ سره تذکرې ترلاسه کړي.

د اړوندې موضوع په اړه په ښرنه کې د مدني ټولنې غړى يعقوب خان منظور هم وايي چې په دغه ولايت کې ډېرى ښځو تر اوسه پېژندپاڼې نه دي ترلاسه کړې.

منظور وايي چې د دې ستونزې د حل په موخه حکومت بايد په هره ولسوالۍ کې د پېژندپاڼو مديريتونه فعاله کړي او په دې اړه له قومي مشرانو سره هم بايد جدي خبرې وکړي.

په دې اړه په پکتيکا کې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مشر انور کټوازي هم له پژواک سره په يوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د دغه ولايت په سلو کې ۹۵ سلنه ښځې او ٣٠ سلنه نارينه و تر اوسه پېژندپاڼې نه دي ترلاسه کړې.

هغه وايي: ((په پکتيکا کې د مېرمنو په برخه کې د پېژندپاڼو په اخيستو کې ډېرې ستونزې موجودې دي، د بېلګې په ډول خوشامند داسې ولسوالۍ ده چې په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ مېرمنې پېژندپاڼه نه ده اخيستې او يوازې هغه ښځې تذکرې اخلي چې بېړنۍ اړتيا يې وي.))

کټوازى وايي، د دې تر څنګ په ډېرو نا امنو لکه اومنه، ګومل، ګيان، زېړوک، خوشامند، وازېخوا، وړممۍ او تروې ولسواليو کې دېرش سلنه او له دې څخه په لوړه کچه نارينه و هم پېژندپاڼې نه دي ترلاسه کړې.

هغه زياته کړه: ((څو چې ډېر د خلکو ضرورت پيدا نه شي، تذکرې نه اخلي، مثلاً يو سپين ږيرى سړى به وي خو تذکره به نه لري نو کله چې بيا حج ته ځي راشي او ځان ته به تذکره جوړه کړي.))

د کټوازي په وينا، په ډېرو ولسواليو کې يې د پېژندپاڼو مديريتونه فعال کړي خو د يو شمېر ولسواليو مديريتونه د ځای د نه شتون او نا امنۍ له امله په زونونو کې جوړ شوي دي.

د نوموړي په خبره، دوى هڅې کوي چې د عامه پوهاوي له لارې خلک وپوهوي څو پيژندپاڼې ترلاسه کړي.

بل لور ته د اړوندې موضوع په اړه د سياسي چارو کارپوه او مدني فعال محمد حسن حقيار وايي چې تذکره د وګړو ملي هويت دى او څوک چې يې نه لري يا يې نه اخلي، نو په اصل کې هغه خپل هويت نه ثابتوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تذکرې سره د ژوند ډېر کارونه نغښتي دي او نه لرلو سره يې وګړي خپل حقوق نه شي ترلاسه کولاى.

د حقيار په وينا، له تذکرې پرته څوک نه پاسپورټ اخيستى شى، نه حج او عمرې ته تللى شي، نه نور دولتي اسناد جوړولى شي او نه هم د ژوند نور اړوند کارونه پرمخ وړلى شي.

نوموړي نه يواځې نارينه وو، بلکې پر ښځينه وو هم ټينګار وکړ چې د خپل هويت لپاره تذکرې واخلي، څو د ژوند اړوندې چارې يې اسانه شي.

د يادونې ده، د پکتيکا ترڅنګ د افغانستان د ډېر شمېر لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکي او په ځانګړي ډول مېرمنې پېژندپاڼې نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې حکومت هڅې کوي څو د برېښنايي پېژندپاڼو د ورکړې لړۍ پيل کړي خو ځيني وخت يې د وېشلو چارې د افغان او اسلام کلمو پر ليکلو او نه ليکلو وځنډېږي او کله بيا سياسي کړکېچونه د دې لامل شي چې دغه ملي پروسه له پيل څخه پاتې شي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.