ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو

مزارشریف کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو

author avatar
11 Feb 2018 - 15:37
مزارشریف کې د پاکستان پر ضد لاريون وشو
author avatar
11 Feb 2018 - 15:37

مزارشريف (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦): د بلخ ولايت سلګونو اوسېدونکو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او لر او بر پښتانه يې يو افغان وبلل.

دغه لاريون چې نن (د سلواغې ٢٢مه) له غرمې مخکې په مزارشريف کې ترسره شو، چې په کې د ولايتي شورا غړو، د سياسي ګوندونو استازو، ديني علماوو، د ولسواليو قومي مشرانو، ځوانانو او ښځو برخه اخيستې وه.

لاريون کوونکو د "موږ سوله خوښوونکي يو، لر او بر يو افغان، يو ولس، موږ ترهګر نه يو" شعارونه ورکول.

دوى له نړيوالو وغوښتل چې د ډيورنډ فرضې کرښې پورې غاړه د قبايلو حقوقو ملاتړ او د روان ناورين په له منځه وړو کې مرسته وکړي.

د بلخ ولايتي شورا غړى او د لاريون ګډونوال ذبيح الله کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغانانو اوس خپل دښمن پېژندلى او پر ګډه به يې پر ضد مبارزه کوي.

هغه د هېواد له سياسي ډلو او مشرانو وغوښتل چې کورنی کړکېچ يوې خوا ته پرېږدي او د ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شي.

کاکړ وويل چې د ډيورنډ کرښه نا منل شوې ده او د لر او بر پښتانه يو افغان دي.

د بلخ ولايت ديني عالم مولوي لعل محمد پر پاکستان نيوکې وکړې چې په نوم اسلامي هېواد دى، خو د يوه اسلامي هېواد په توګه عمل نه کوي.

هغه زياته کړه چې له تېرو څو لسيزو راهيسې د يو اسلامي هېواد په توګه یې له افغانستان سره ښه ګاونډيتوب نه دى کړى.

نوموړي په ډاګه کړه چې د پنجاب ملايان دې افغانانو ته اسلام نه ور زده کوي، افغانان تر هر چا پر اسلام ښه پوهېږي او سم عمل پرې کوي.

د دغه ولايت مدني فعال سيد محمد يزدان پرست وويل چې په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج او لاريون د دوى د ويښتابه نښه ده او د پنجاب د ظلمونو پر وړاندې يې مزاحمت پيل کړى دى.

هغه له ولسمشره مننه وکړه چې د اسلام اباد د لاريونوالو ملاتړ يې وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.