کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٦): د اسلام ريلايف نړيوالې موسسې له خوا په کابل کې له سلګونو بې وزلو کورينو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
په کابل کې د دې موسسې يوه مسوول سيد کبير وياړ د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يې د کابل په کمپنۍ او چمن حضوري سيمو کې پر ٦٨٦ کورنيو مرستې ووېشلې.
هغه زياته کړه چې دا کورنۍ د اقتصاد، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو په همکارۍ د سروې له مخې ټاکل شوې وې.
د نوموړي په وينا، په دې کې ډېرى هغه کورنۍ دي چې تازه هېواد ته راستنې شوې دي او يا هم داخلي بېځايه شوي وو.
وياړ وايي چې هرې کورنۍ ته يوه بورۍ اوړه، اوه کيلو لوبيا، لس کيلو وريجې، مالګه، ١٠ لېتره غوړي او دوه کمپلې ورکړل شوې.
دى وايي چې درې نيم سوو کورنيو ته سبا دا مرستې وېشې او په يو شمېر ولايتونو کې يې تر دې مخکې دا ډول مرستې وېشلې دي.
د عبدالوکيل په نامه يو تن چې په کمپنۍ کې يې مرسته ترلاسه کړې وه، پژواک اژانس ته وويل چې په ژمي کې دوى له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وو او له دې مرستو سره به يې يوه اندازه ستونزې هوارې شي.
هغه وايي چې په ژمي کې دوى د لرګيو او د ډبرو سکرو مرستو ته ډېره اړتيا لري او له اړوندو موسسو يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن