کابل (پژواک،٢٣ سلواغه ٩٦):د ملي امنيت شورا وايي چې ازبکستان افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا بيه کمه کړې ده.
د ملي امنيت شورا د ستراتيژيکو اړيکو رييس او وياند قادر شاه د سلواغې په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر درې ورځې مخکې ازبکستان ته په يوه رسمي سفر تللى و.
هغه زياته کړه چې د ملي امنیت سلاکار ګاونډي هېواد ازبکستان ته د سفر هدف دا وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ امنیتي کمېسیون لومړنۍ ناسته ترسره شي.
د ملي امنيت شورا وياند وايي، ددواړو هېوادونو ګډ امنیتي کمېسیون ازبکستان ته د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د وروستي سفر پر مهال رسماً رامنځته شو، ترڅو په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د نشه يي توکو د قاچاق او جرمي اقتصاد د مخنیوي لپاره دواړه هېوادونه په ګډه او همغږۍ مبارزه وکړي.
قادر شاه وويل چې د کمېسیون په لومړنۍ ناسته کې د فعالیتونو لپاره د تطبیقي پلان په جوړېدو پرېکړه وشوه.
نوموړى وايي، په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو د پراختیا ترڅنګ د څو بُعدي اړیکو، سولې او اوږد مهاله پرمختیايي پروژو تطبیق د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم وباله.
قادر شاه وايي، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د ازبکستان د لومړي وزير له لومړي مرستيال او د اور ګاډي د ځانګړې ادارې د عمومي رييس اچيل بای رحمتوف سره د ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د ولسمشر اشرف غني د وروستي سفر پر مهال د لاسلیک شويو هوکړه ليکونو د تطبیق پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د نوموړي په وينا، په دې ليدنه کې رحمتوف وویل چې هېواد يې له افغانستان سره دوامداره همکاريو ته ژمن دى.
هغه زياته کړې، د سيمې امنیت او ثبات د افغانستان له امنيت سره تړلی او د سيمې هېوادونه بايد د افغانستان پر امنيت او ثبات کې خپل صادقانه رول ادا کړي.
رحمتوف د ازبکستان د ولسمشر خاص پيغام او ليک د ملي امنیت د سلاکار له لارې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته وړاندې کړ.
قادر شاه وايي چې د دې سفر پر مهال د ملي امنيت سلاکار د ازبکستان د بهرنیو چارو وزير عبدالعزیز کميلوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو خبرې وکړې.
کمیلوف د سولې په اړه په تاشکند کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه وویل چې هېواد یې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ژمن دی او په دې لاره کې يې خپلې هلې ځلې په کار اچولي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن