ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان پوهنتون ته ودانۍ جوړېږي

د اروزګان پوهنتون ته ودانۍ جوړېږي

author avatar
12 Feb 2018 - 16:04
د اروزګان پوهنتون ته ودانۍ جوړېږي
author avatar
12 Feb 2018 - 16:04

ترينکوټ (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۶): د اروزګان پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو چارې چې پر ٥٠٠ جريبه ځمکه په لومړي پړاو کې په ٣٣ ميليونه افغانۍ جوړېږي، پیل شوې.

د ترينکوټ ښار د عيدګاه په دښته کې د دې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پر مهال د اروزګان والي محمد نذير خروټي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنتون لپاره په دې سيمه کې ۵۰۰ جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

دى وايي چې اوس مهال په لومړۍ مرحله کې يواځې تدريسي او اداري خونې جوړېږي او نورو ملحقاتو لپاره به بل وخت کارونه پيل شي.

هغه زياته کړه چې د پوهنتون ودانۍ د ۳۳ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د يوه کال په موده کې جوړېـږي او پيسې يې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورکول کېږي.

د نوموړي په وينا، د دې ودانۍ لپاره دوه کاله مخکې نيم ميليون ډالر منظور شوي وو، خو په سيمه کې د نا امنيو له امله دغه کار ځنډېدلى و.

والي وويل چې اوس د دې پروژې لپاره ٢٥٠زره امريکايي ډالر ځانګړي شوي دي.

د اروزګان پوهنتون سرپرست رييس اسدالله نور پژواک ته وويل چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې خپله ودانۍ نه لري او چارې د يوې لېسې په زړه ودانۍ کې پر مخ وړي.

هغه وايي چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې شته ستونزې هوارې او د محصلينو جذب به هم زيات شي.

د اروزګان پوهنتون د کرنې پوهنځي يوه محصل نورمحمد پژواک ته وویل چې د پوهنتون نوې ودانۍ له جوړېدو سره به يې ستونزې کمې شي.

هغه وايي چې اوس ليليه هم نه لري او په نوې ودانۍ کې به دا اسانتيا هم ورته برابره شي.

د اروزګان د لوړو زده کړو موسسه د کندهار پوهنتون څانګه ده او په دوو پوهنځيو کې کرنې او ښوونې او روزنې کې ۸۸۱ محصلين لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.