ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درېيو داعشيانو په ګډون د دولت ۱۳وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځای شوي

د درېيو داعشيانو په ګډون د دولت ۱۳وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځای شوي

author avatar
12 Feb 2018 - 19:33
د درېيو داعشيانو په ګډون د دولت ۱۳وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځای شوي
author avatar
12 Feb 2018 - 19:33

شبرغان (پژواک،۲۳سلواغه۹۶): د جوزجان ځايي سرچينې وايي چې په دې ولايت کې د ۱۰ طالبانو او ۳ داعشيانو په ګډون د دولت ۱۳ وسله والو مخالفينو له جګړې لاس اخيستی او د افغان حکومت د سولې له پروسې سره يوځای شوي دي.

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي، نن په همدې موضوع جوړو شويو مراسمو کې وويل چې يادو شويو کسانو چې نن يې له امنيتي ځواکونو سره له دښمنۍ څخه لاس اخيستی، په درزاب او قوش تپې ولسواليو کې يې فعاليت درلود.

نوموړي دغه راز وويل چې د سولې له بهير سره د وسله والو مخالفينو يوځای کېدل د دې ښودنه کوي چې د طالب او داعش وسله والو مخالفينو په ليکو کې هم يو شمېر کسان له جګړې څخه ستړي شوي.

ده زياته کړه: "د سولې له بهير سره د دولت د وسله والو مخالفينو يو ځای کېدل په هېواد کې د سولې او ټيکاو د پياوړتيا لامل ګرځي او د دښمن ليکې کمزورې کوي."

نوموړي د سولې له بهير سره د ۱۳ طالب او داعش وسله والو له يوځای کېدو څخه هرکلی وکړ او د دولت له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې له دولت سره له دښمنۍ دې لاس واخلي او د سولې له بهير سره دې يوځای شي، له دې پرته به د امنيتي ځواکونو له بريدونو سره مخامخ او وبه وژل شي.

د سولې له بهير سره يو ځای شوي طالب سرګروپ احمدشاه وويل: "له شپږو مياشتو را په دې خوا مې له طالبانو سره کار کاوه، خو د خلکو د وژلو او ځورولو په اړه د هغوی له منفي کړنو څخه ستړی شوم او همدا لامل شو چې له هغوی څخه لرې شم."

نوموړي زياته کړه، له طالبانو سره د کار په اوږدو کې يې له خپلو کړنو څخه پښيمانه دی او اوس له دولت څخه غواړي چې امنيت يې خوندي کړي، څو خپل شخصي کار او غريبۍ ته مخه کړي او د خپلو هېوادوالو په څنګ کې له عزته ډک ژوند ولري.

نوموړي له هغو کسانو څخه چې اوس د طالبانو په ليکو کې د امنيتي ځواکونو پرضد جنګېږي، هم وغوښتل چې د دولت له مخالفت څخه دې لاس واخلي او د سولې له بهير سره دې يوځای شي.

د سولې له بهير سره يوځای شوی د غلام رسول په نامه د داعش سرګروپ وويل: "د داعش ډلې ليکو ته زما ورتګ يوه تېروتنه وه او زه له دوی سره پر خپل کړي کار پښېمانه يم او له دوی سره مې چې څومره وخت کار کړی، د خلکو د مالونو له لوټ، چور او غلا پرته مې بل کار نه دی ليدلی. "

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.