ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا د ځینو ولسوالیو لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي

د پکتیکا د ځینو ولسوالیو لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي

author avatar
12 Feb 2018 - 15:42
د پکتیکا د ځینو ولسوالیو لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي
author avatar
12 Feb 2018 - 15:42

ښرنه (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د واورې د پرله پسې ورښت له امله د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو لويې لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي.

د پکتيکا ولايتي شورا غړي نعمت الله ببري د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د دغه ولايت په ولسواليو کې ډېره واوره شوې ده.

هغه وايي چې د دې واورې ورېدو له امله د ډېرو ولسواليو لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې خو حکومت تر اوسه يواځې د خيرکوټ ولسوالۍ لويه لار له مرکز سره پاکه کړې ده.

بل لور ته د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي سید اباد پژواک ته وويل چې د ګيان، زېړوک، ګومل او برمل ولسواليو لويې لارې له پرون راهيسې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي.

هغه وايي: ((لارې بندې دي، خلک په ډېرو مشکلاتو کې دي، حکومت تر اوسه د دې سړکونو د پاکونې لپاره هېڅ اقدام نه دى کړى.))

دغه راز د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي سعدالله هم پژواک ته وويل چې د وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسواليو لويې لارې تړل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((دلته ډېر خلک دي چې غواړي د خپلو ضروري کارونو لپاره ښرنې ته لاړ شي، خو واورې لاره بنده کړې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي، زه هم غواړم ښرنې ته ولاړ شم خو لاره بنده ده څنګه وکړم، نه شم تللى.))

همدارنګه د اورګون ولسوالۍ یوه اوسېدونکي يعقوب خان منظور پژواک ته وويل چې د اداري فساد له امله قراردادي شرکتونو تر اوسه لارې نه دي پاکې کړې.

ده زياته کړه: ((له ولايت سره يې جوړ جاړى کړى نو ځکه دغه قراردادي شرکتونه سړکونه نه پاکوي.))

منظور وايي چې په ځينو سيمو کې د همدې واورې ورېدو له امله ترافيکي پېښې هم رامنځته شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پکتيکا د فوايد عامې رياست چارواکو له څه ويلو ډډه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.