ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واورې د کابل- بامیان لویه لار هم بنده کړې

واورې د کابل- بامیان لویه لار هم بنده کړې

author avatar
12 Feb 2018 - 14:16
واورې د کابل- بامیان لویه لار هم بنده کړې
author avatar
12 Feb 2018 - 14:16

باميان (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۶): د باميان ولایت ځايي چارواکي وايي چې د سختې واورې اورېدو له امله د کابل- باميانو لويه لاره د ميدان وردګو ولايت په اړوند سيمه کې د ترافيکو پر مخ بنده شوې ده.

د باميان ولايت د شېبر ولسوال محمد عظيم فريد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حاجيګک کوتل تېره شپه دوه ځلې پاک شو او اوس ستونزه نشته، خو د ميدان وردګوو لايت د بهسودو ولسوالۍ په سياه سنګ سيمه کې واوره ډېره او لار بنده ده.

نوموړي زياته کړه چې اوسمهال د کابل- باميانو لين موټر د پروان له لارې تګ راتګ کوي او په ياده لاره کې ترافيکې بهير له کومې ستونزې پرته روان دی.

د ميدان وردګو ولايت د حصه اول بهسود ولسوالۍ د مرکز يوه اوسېدونکي حاجي اسماعيل پژواک ته وويل چې د سياه سنګ درې لاره له واورې څخه نه ده پاکه کړای شوې او په ياده شوې سيمه کې د واورې کچه ۲۰سانتي متره ده.

نوموړي دغه راز وويل چې د اوونۍ کوتل د ترافيکو پرمخ خلاص دی او د بهسودو لين موټر نن سهار د يادې شوې ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي دي.

د محمد جواد په نامه د کابل- باميانو لين يو موټر چلونکی چې په سياه سنګ دره کې بند پاتې دی، پژواک خبري اژانس ته يې د ټيلېفون له لارې وويل چې له باميانو څخه د ميدان وردګو ولايت د سياه سنګ درې تر آب نقره سيمې پورې واوره پاکه شوې ده، خو په بهسودو ولسوالۍ کې واوره نه ده پاکه شوې.

نوموړي زياته کړه، هغه موټر چې له باميانو څخه راغلي دي اوسمهال په اب نقره سيمه کې بند پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.