ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې د غلاوو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

په نيمروز کې د غلاوو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
12 Feb 2018 - 14:03
په نيمروز کې د غلاوو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
12 Feb 2018 - 14:03

زرنج ښار (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): د نيمروز ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو په ډېرېدو سره د جرمونو په ځانګړي ډول غلاوو کچه لوړه شوې ده، خو امنيتي چارواکي دا ادعا ردوي.

په زرنج ښار کې مبايل پلورونکى حاجي احمد يو له هغه کسانو دى چې په خپل ولايت کې د غلاوو ډېرېدو اندېښمن کړى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوې شپې وړاندې د ښار په مرکز کې د هغه هټۍ ته غله ورغلي، دروازه يې ماته کړې، ٤٥٠ زره نغدې پيسې او ټول مبايلونه يې له ځان سره يووړل.

د زرنج ښار بل اوسېدونکي ابراهيم وويل: ((څه موده وړاندې غلو زموږ د کور دروازه کښلې او له ځان سره يې وړې وه، سهار مو پام شو چې دروازه نشته.))

د دغه ولايت بل اوسېدونکي غلام نبي هم په زرنج ښار کې د غلاوو له زياتوالي شکايت وکړي.

هغه پژواک ته وويل چې د کور له مخې يې د برېښنا پنځه مزي تېر شوي، خو غلو ترې درې مزي پرې کړي او له ځان سره يې وړي دي، اوس يوازې دوه لينه پاتې دي چې د سيمې ټولو کورونو ته په کې برېښنا رسېږي.

نوموړي د دغه ولايت له امنيتي چارواکو وغوښتل چې د غلو د نيولو په اړه جدي اقدامات وکړي.

له بلې خوا د نيمروز اوسېدونکى شمس الدين هم په دغه ولايت کې د مبايلونو د غلاوو زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ويل: ((د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته کور ته روان وم، دوه موټرسايکل سپاره راغلل، په چاکو يې وګواښلم چې مبايل دې راکړه! مقاومت مې نه شو ورسره کولى، اړ شوم چې خپل مبايل ورکړم.))

د نيمروز ولايتي شوار غړي هم په دې ولايت کې د غلاوو ډېرېدل مني او وايي چې اکثره غلاوې پر نشه يي توکو روږدي کسان کوي.

د نيمروز ولايتي شورا غړي نعمت الله صديقي هم وويل چې د تېر کال په پرتله د غلاوو پېښې پنځوس سلنه لوړې شوې دي.

 د ده په وينا چې د جرمونو کچه هم د تېر کال په پرتله لوړه شوې او له بده مرغه چې کشفي او امنيتي ارګانونه په دې برخه کې سم کار او پاملرنه نه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((په نيمروز کې د روږدو له لوري ورځ تر ورځې زياتېدونکې غلاوې د اندېښنې وړ دي، يوه جدي ستونزه يې رامنځته کړې چې خلک او چارواکي يې د کنټرول توان نه لري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.