کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): د دعوت ګوند مشر عبدرب الرسول سياف د سعودي پاچا له سترو سلاکارنو سره په اسلامي نړۍ کې د روانې سختدريځۍ پر عواملو او موخو خبرې کړې دي.
له استاد سياف سره د تللي پلاوي غړي جمال الدين بدر د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سياف د سعودي د پاچا له درېيو سترو سلاکارانو او يو شمېر علماوو سره تر اوسه ليدلي دي.
هغه زياته کړه چې په دې ليدنو کې د سيمې او اسلامي نړۍ پر بېلابېلو موضوعاتو، ستونزو او ننګونو باندې خبرې اترې وشوې.
بدر وايي چې د دې ليدنو کتنو عمده موضوع او موخه په اسلامي نړۍ کې د ورانکارۍ کارونه، ځانمرګي بريدونه، د دې عوامل او پر اسلامي نړۍ يې ناوړه اغېزې وې.
د نوموړي په وينا، په دې ليدنو کتنو کې دواړو لورو په اسلامي نړۍ کې د افراطيت پر مخنيوي او له سخت دريځو او ترهګرو ډلو سره د ځوانانو پر جلب او جذب تفصيلي خبرې وکړې او پر دې يې اندېښنه وښوده.
هغه وويل چې د سعودي عربستان علماوو او چارواکو د سخت دريځۍ او ترهګرۍ پر ضد د استاد سياف له مبارزې او هڅو ستاينه وکړه او هغه يې د اسلامي نړۍ اغېزمن شخصيت ياد کړ.
جمال الدين بدر وايي چې سعودي علماوو او چارواکو په ډاګه کړه چې افغانستان او ځينو نورو اسلامي هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
د نوموړي په وينا، عبدرب الرسول سياف په دې ليدنو کې دا چې سعودي په اسلامي نړۍ کې مهم ځاى لري او حرمين الشريفين هم په دغه هېواد کې دي، د افغانستان په سولې او روانې تحميلي جګړې په پاى ته رسولو کې يې د سعودي رول مهم وباله.
هغه وويل چې استاد سياف له سعودي مسوولينو سره په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو هم خبرې کړې دي.
بدر زياتوي چې د سعودي حکومت څه موده مخکې استاد سياف ته د هغه د ښو علمي او ديني خدمتونو په پار د ملک فيصل ستره جايزه ورکړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن