ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل له نيمايي ډېر ښوونځي تړل شوي

د زابل له نيمايي ډېر ښوونځي تړل شوي

author avatar
13 Feb 2018 - 13:47
د زابل له نيمايي ډېر ښوونځي تړل شوي
author avatar
13 Feb 2018 - 13:47

کلات (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): د زابل دولتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت له نيمايي ډېر ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي او په څلورو ولسواليو کې بيا هېڅ ښوونځی نشته.

د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله ٨٠ سلنه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

هغه وايي چې د دغه ولايت په داى چوپان، اټغر، خاک افغان او نوبهار ولسواليو کې تر اوسه هېڅ ښوونځی نه دى جوړ شوى چې له امله يې د دې سيمو زرګونه اوسېدونکي له زده کړو پاتې دي.

ده وويل: ((سږ کال ٣٠٠ زابليان له دوولسم ټولګي فارغ شوي چې د ګوتو په شمېر څو تنه يې د زابل له ښوونځيو څخه دي او پاتې نور ټول په کابل کې له رحمان بابا او خوشحال خان لېسو فارغ شوي دي.))

دده وويل چې په دې ولايت کې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې دي.

دغه راز د ترينکوټ اوسېدونکي خان ګل پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ډېرو سيمو کې ښوونځي تړل شوي دي.

هغه وايي: ((په ځينو ځايونو کې مکتبونه تړل شوي او په کوم ځاى کې چې بيا مکتب شته هلته شاګردانو ته درسي مواد او نور مهم شيان پر خپل وخت نه رسېږي.))

همدارنګه د داى چوپان ولسوالۍ اوسېدونکي شاه محمود پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې تر اوسه هېڅ ښوونځی نه دی جوړ شوى.

ده وويل: ((زموږ ټول ماشومان له درس نه پاتې دي، د هغو کسانو چې اقتصادي حالت ښه و، يا ترينکوټ ته تللي او يا هم نورو سيمو ته څو بچيان يې زده کړې وکړي خو نور همداسې پاتې دي.))

يادو کسانو ويل چې زابل تر ټولو وروسته پاتې ولايت دى، بايد حکومت يې د نورو برخو تر څنګ د پوهنې او روغتيا برخو ته ډېره پاملرنه وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د زابل د پوهنې رييس نصرالله زاهد هم وويل چې د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې تر اوسه ښوونځي نه دي جوړ شوي.

د هغه په وينا، په پلان کې لري چې په راتلونکي کال کې په يادو څلورو ولسواليو کې ښوونځي جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.