ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان اوسېدونکي: د ډبرو سکرو ډېره ګټه نورو ته رسېږي

د سمنګان اوسېدونکي: د ډبرو سکرو ډېره ګټه نورو ته رسېږي

author avatar
13 Feb 2018 - 19:07
د سمنګان اوسېدونکي: د ډبرو سکرو ډېره ګټه نورو ته رسېږي
author avatar
13 Feb 2018 - 19:07

ايبک (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): د قانون له مخې بايد د کانونو پنځه سلنه عوايد اړوند ولايت کې ولګول شي، خو د سمنګان اوسېدونکي وايي چې له خپل دې حق نه محروم دي او څنګه چې ښکاري د دغه ولايت د ډبرو له سکرو يې ګټه نه ده اخيستې.

شمالي سمنګان ولايت د کابل- بلخ لارې په اوږدو کې پروت دى. د دغه ولايت د دره صوف بالا، دره صوف پايين او روى دو اب ولسواليو د ډبرو سکرو کانونه ځانګړى شهرت لري.

د کانونو لګښت کې د قانون ماتول

د سمنګان ولايتي شورا مرستيال محمد هاشم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ډبرو سکرو د لګښت په برخه کې د افغانستان د کانونو قانون ٨٤یمه ماده نه ده عملي شوې.

په دې ماده کې راغلي: ((د ماليې وزارت مکلف دى چې له کانونو د ترلاسه شوو ټولو عوايدو پنځه سلنه په هماغه ولايت کې چې کان په کې موقعيت لري، د خلکو د ټولنيزو، اقتصادي او چاپېريالي شرايطو د ښه والي لپاره په ځانګړي کوډ يا وجهي صندوق کې ولايت ته پر ځانګړې شوې ملي بوديجې سربېره ورکړي.))

سروري زياته کړه چې په ١٣٩٣ کال کې د دغه قانون له تصويب وروسته يوازې د دره صوف بالا ولسوالۍ د دهانه تور او شباشک کانونو څخه څه باندې اته ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کېدل چې پنځه سلنه (څلور سوه ميليونه افغانۍ) بايد د دغه ولايت پر پراختيا لګول شوي واى، خو د ځايي چارواکو د مديريت د کمزوري او تشکيلاتي ستونزو په سبب دغه کار نه دى شوى.

په ورته وخت کې په سمنګان کې د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ څانګې امر انجنير عبدالغني منصور وويل چې دا څانګه يوازې مشتريانو ته د ډبرو سکرو د تعرفې وېش صلاحيت لري. د ده په وينا، چې د دهانه تور او شباشک کانونو ورځني عوايد شاوخوا ٧.٧ ميليونه افغانۍ کېږي او ټول کلني عوايد يې تېر  مالي (١٣٩٦) کال شاوخوا دوه عشاريه اته ميليارده افغانيو ته رسېدلي وو.

د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه، دا چې د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ رياست دفتر د بغلان په پلخمري ښار کې دى، د سمنګان د ډبرو سکرو عوايد هم په بغلان ولايت پورې اړوندېږي.

په سمنګان کې د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ څانګې مشر وويل چې د مرکزي ادارې دفتر يې شاوخوا ٧٠ کاله وړاندې په پلخمري ښار کې جوړ شوى چې پر سمنګان سربېره د بغلان، باميان او تخار ولايتونو د ډبرو سکرو کانونه هم اداره کوي، خو د تصدۍ تر ټولو ډېر عوايد د دره صوف بالا ولسوالۍ له کانونو ترلاسه کېږي.

د سمنګان ولايتي شورا مرستيال وويل چې د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو درې کانونه چې ګرمک شرقي، ګرمک غربي او رشک په کې شامل دي، په همدې ډول د دغه ولايت د روى دواب ولسوالۍ د سر اسياب ډبرو سکرو کان عوايد د کانونو وزارت له لارې خصوصي سکتور ته په اجاره ورکړل شوي او عوايد يې ماليې وزارت ته سپارل کېږي.

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د معلوماتو له مخې، له دغو کانونو سلګونه ميليونه افغانۍ د دولت خزانې ته ځي، خو پنځه سلنه عوايد يې په باميانو کې نه دي لګول شوي.

سروري د سمنګان ولايت چارواکي د دغه پنځه سلنه عوايدو د ترلاسه کولو په چاره کې پر مديريتي کمزورۍ تورن کړل او ویې ويل چې له سمنګان ولايت څخه د ډبرو سکرو لوړو عوايدو ته په پام سره د شمال ډبرو سکرو تصدۍ رياست دفتر بايد ايبک ښار ته ولېږدول شي او عوايد يې هم د سمنګان مستوفيت ادارې اړوند شي.

د هغه په خبره، که چېرې د شمال ډبرو سکرو تصدۍ رياست دفتر د سمنګان مرکز ايبک ته ولېږدول شي، له يوې خوا به د دغه ولايت سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي او ايبک ښار به پراختيا ومومي، له بلې خوا په ځايي چارواکي وکولى شي چې د ډبرو سکرو پنځه سلنه عوايد له ماليې وزارت نه وغواړي چې د دغه ولايت د بيارغونې او پراختيا پروژو په چاره کې به ولګول شي.

د سمنګان ولايت د مطبوعاتو مسوول محمد صديق عزيزي د ولايتي چارواکو د کړنو کمزوري ونه منله او ویې ويل چې په دغه ولايت کې يې د کانونو د عوايدو پنځه سلنه لګښت لپاره اقدامات کړي، خو ماليې وزارت تر اوسه پورې په دې اړه اقدام نه دى کړى.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې چې د ١٣٩٧ کال په وري مياشت کې به له کابل نه يو پلاوى راشي، څو دغه موضوع له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره د خبرو له لارې تعقيب کړي.

په بلخ کې د ډبرو سکرو بازار

د دغه ولايت اوسېدونکي شکيات کوي چې د ولايت مرکز او دره صوف بالا ولسوالۍ تر منځ د پاخه سړک نشتوالی د دې لامل شوى چې د دې ولسوالۍ د ډبرو سکاره د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار ته ولېږدل شي، د ډبرو سکرو بازار په بلخ کې دى؛ ځکه چې د دره صوف- مزار شريف ښار لاره قير شوې ده.

د دره صوف بالا ولسوال احمد علي حسني د معلوماتو له مخې، هره ورځ له ١٢٠ ډېر موټر د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو له کانونو څخه د بلخ ولايت بازار او له هغه ځايه نورو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته لېږدول کېږي.

د ايبک ښار اوسېدونکي عبدالخليل هم پر دې نيوکه وکړه چې د سمنګانو د ډبرو سکرو د کانونو عوايد د بغلان ولايت اړوندېږي او په مزارشريف ښار کې يې بازار جوړ دى.

هغه وويل، دا چې د ډبرو سکرو بازار په بلخ ولايت کې جوړېږي، نو د راکړې ورکړې ډېره ګټه يې د بلخ ولايت اوسېدونکو ته رسېږي او د سمنګانو اوسېدونکي ترې محروم دي.

د هغه په خبره، که چېرې د ايبک- دره صوف بالا سړک چې د خلکو غوښتنه ده، پوخ شي، د سمنګان مرکز ته به د درصوف نه د ډبرو سکرو لېږد اسانه او دلته به يې بازار جوړ شي، له دې لارې به زرګونو سمنګانيانو ته د کار زمينه مساعده شي.

نوموړي همدارنګه وويل چې د دره صوف پايين ولسوالي هم پر دغه سړک پرته ده او له جوړولو سره به يې دغه دوې ولسوالۍ له مرکز سره ونښلول شي چې له دغه کار سره به ايبک بازار ته د ډبرو سکرو د لېږد لاره ١٤٠ کيلومتره را لنډه شي.

هغه زياته کړه چې د ايبک او دره صوف تر منځ واټن ١٢٠ کيلومتره دى، خو اوس بايد بار وړونکو موټر لومړى ١٤٠کيلومتره لاره تر مزار شريف او وروسته ١٢٠ نوره لار تر دره صوف پورې ووهي.

د سمنګان ولايت د مطبوعاتو مسوول محمد صديق عزيزي وويل چې ځايي ولايتي ادارې ايبک ته د شمال ډبرو سکرو تصدۍ دفتر او بازار د لېږدولو هڅه کړې او په دې برخه کې يې اړوندو چارواکو ته رسمي وړانديزونه استولي دي، خو تر اوسه پورې يې مثبت پايله نه ده ورکړې.

دوى زياته کړه چې ځايي اداره دغه موضوع په جديت سره تعقيبوي.

د هغه په خبره، د دره صوف ها سړک او همدارنګه د دواب ولسوالۍ نه تر مرکز پورې د سړک پخول هم د ولايت په دغه پلان کې شامل دی، خو د ماليې وزارت يې پيسې د ١٣٩٧ لمريز کال په مالي بوديجه کې نه دي شاملې کړې.

پژواک هڅه وکړه چې د بوديجې په طرحه کې د دغه سړک پروژې د نه شاملولو او د دغه ولايت د سمنګان ډبرو سکرو د کانونو د پنځوس سلنه بوديجې نه لګولو په اړه په راپور کې د ماليې وزارت راپور هم واخلي، خو له پرله پسې اړيکو وروسته هم د وزارت د مسوولو چارواکو نظر ترلاسه نه شو.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.