جلال اباد (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): د ننګرهار د ملي امنیت مؤظفینو د ځانګړو عملیاتو پر مهال په روداتو ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نيولی او بيا يې چاودنه ورکړې.
د ملي امنيت ادارې د ياد موټربم عکسونه او ويډيو هم رسنيو ته ورکړي دي.
په دې اړه د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د سلواغې په ۲۴مه د يو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې د وسله والو طالبانو اړوند حقاني شبکې پلان درلود چې د یو کرولا موټر په وسیله په جلال اباد ښار کې پر یوې مهمې ادارې لومړی موټربم او وروسته نور بریدونه ترسره کړي .
هغه زیاته کړه، د ملي امنیت مؤظفینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دې چاودنې په موخه برابر شوی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د روداتو ولسوالۍ په دمې سیمه کې کشف او ترلاسه کړى دى.
هغه وايي: ((دغه موټر ته په چاودنې ورکولو سره په جلال اباد ښار کې د خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.))
د والي د ویاند په وینا، په یاده موټر کې شاوخوا دوه نیم سوه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي په ۱۲ بوشکو، د راکټ اته مرمۍ، یو شمېر لاسي بمونه، مزي او نور مهمات ځای پر ځای شوي وو چې د ملي امنیت مؤظفینو له لوري ورته چاودنه ورکړل شوه .
خوږیاڼی وایي، د ملي امنیت مؤظفینو په تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې کونړ ولایت لپاره د داعش ډلې او د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو لېږدوونکو په ګډون ۱۲ داعش وسله وال، اتلس وسله وال طالبان او لس انسان تښتوونکي نیولي چې نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی .
ده وويل چې د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې په ننګرهار کې د انسان تښتوونو د ټولو پېښو مخنیوی شوی، او د جنایي پېښو د مخنیوي په موخه د ګډو کورنیو ځواکونو هڅې دوام لري .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن