ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې سلګونو تنو د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ لاريون وکړ

په اروزګان کې سلګونو تنو د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ لاريون وکړ

author avatar
13 Feb 2018 - 18:20
په اروزګان کې سلګونو تنو د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ لاريون وکړ
author avatar
13 Feb 2018 - 18:20

ترینکوټ (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶): اروزګان کې سلګونو تنو د پښتونخوا د پښتنو په ملاتړ لاريون وکړ، وايي پښتانه ترهګر نه دي، نړۍ يې بايد غږ واوري او پر هغوى د روانو ظلمونو مخه ونيسي.  

لاریون کوونکو د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د هوایي ډګر له سیمې د منار تر څلور لارې لاريون وکړ او د "مرګ پر پاکستان" او "مرګ د پښتنو پر قاتلینو" شعارونه یې ورکول.

د لاریون یو تن سمبالوونکى رحیم الله خان وايي، دغه لاريون د پښتنو له حقونو د دفاع په موخه تر سره شوى دى.

هغه وايي، پښتانه ترهګر نه دي، پر هغوى "روان ظلمونه" دې ودرول شي او حقونه يې دې ورکړل شي.    

ده وويل چې د ډيورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشت پښتانه له تېرو څو لسیزو راهیسې ځورول کېږي.

ده په پښتونخوا کې وروستيو لاريونونو ته په اشارې وويل چې د پښتنو وروستي خوځښتونه د هغوى د ویښتیا ستر چانس دى.

زرګونو پښتنو په کراچۍ ښار کې د پوليسو د يوه ځايي مشر له خوا د وزيرستان د يوه پښتون ځوان مدني فعال نقيب الله مسيد د وژلو او په پاکستان کې پر پښتنو د ظلم او د هغوى د منزوي کولو په غبرګون کې څو ورځنى احتجاجي لاريون وکړ.

اعتراض کوونکو دغه لاريون وروسته له هغه چې پاکستاني چارواکو يې غوښتنې ومنلې، پاى ته رسولى، خو ګواښ يې کړی چې که د پاکستان حکومت د دوى غوښتنې عملي نه کړي؛ نو شل ورځې وروسته به بيا خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

اروزګان کې لاريون کوونکو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د پښتنو د حق غوښتنې ناره واوري او ملاتړ يې وکړي.

د لاريون يو تن ګډونوال ملک طاووس، د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې د پاکستان له خوا پر پښتنو د روان ظلم پر وړاندې غبرګون وښیې او که اړتیا وي ولس به په دې برخه کې په ټول توان د دولت ملاتړ وکړي.

ده وويل چې د ترهګرو په نوم دې د افغان وژنې روانه لړۍ ودرول شي.

همدارنګه لاريون کوونکو د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې د تذکرو د وېش لړۍ پيل کړي او د افغان کلمې ته دې په کې ځاى ورکړل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.