ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې سلمانانو کاري اعتصاب وکړ

ګردېز کې سلمانانو کاري اعتصاب وکړ

author avatar
13 Feb 2018 - 18:31
ګردېز کې سلمانانو کاري اعتصاب وکړ
author avatar
13 Feb 2018 - 18:31

ګردېز (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلمانانو د چاپېريال ساتنې ادارې د هغې پرېکړې په غبرګون کې کاري اعتصاب کړی، چې د لرګيو سوځولو پر ځای دې له اوبلن ګاز څخه کار واخلي.

دوی نن د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې ټول حمامونه او سلمانۍ تړلې دي او وايي، تر هغو خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکوي، چې ياده اداره خپله پرېکړه بېرته واخلي.

يو تن سلمان محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اوبلن ګاز بيه لوړه ده او د دوی د ورځنۍ اړتيا په اندازه اوبه په ډېر ګاز هم نه شي ګرمولى.

نبي وويل چې له ګاز څخه د کار اخيستو لپاره ځانګړي سيسټم او جوړښت ته اړتيا ده، خو دا سيسټم تر اوسه څوک نه لري.

د ګردېز د سلمانانو د ټولنې مشر سردار هم وايي چې د ګاز بيه لوړه ده او له بلې خوا ډېری حمامونه او سلمانۍ په مارکېټونو کې دي او که د ګاز ډبه چاودنه وکړي نو ډېر زيانونه به واړوي.

هغه نيوکه کوي چې په ډېری دولتي ادارو کې لرګي سوځول کيږي، خو يوازې د دوی مخه نيول کيږي.

دی وايي:"نه څوک د ګاز سيسټم عيارولى شي او نه موږ ته څوک ګاز په ثابت قېمت راکوي، موږ ربړونه او ټېرونه نه سوځوو، موږ غواړو د څېړۍ لرګي وسوځوو چې نه چاپېريال ته ډېر تاوان لري او نه په کار کې مشکل راځي. اکثره حمامونه په مارکېټونو کې دي، که چېرته ګاز معمولي ليکي يا انفجار وکړي، بسته مارکېټ له منځه ځي او دوکانونه اور اخلي."

د ګردېز يو تن اوسېدونکی عبدالله د حمامونو او سلمانيو بندېدل لويه ستونزه يادوي او له چارواکو غواړي چې هر څه ژر له سلمانانو سره دغه ستونزه حل کړي.

نوموړی وايي:"دا لوی مشکل دی، هره ورځ د سلګونه خلکو ضرورت پېښيږي، دولتي مسوولو ادارو ته په کار دي چې د دوی توان ته په کتو يو څه پرې وضع کړي او د دوی له وسه پورته غوښتنه دې نه ترې کوي."

د پکتيا د چاپېريال ساتنې ادارې سرپرست محمدفريد صديقيار وايي چې د مرکزي ادارې د مقررې پر اساس بايد ټولې نانوايۍ، هوټلونه او سلمانۍ له اوبلن ګاز څخه کار واخلي.

صديقيار وويل چې اوس ټولې نانوايۍ او ډېری هوټلونه له ګاز نه کار اخلي او اوس د سلمانيو او حمانونو وار دی چې له مقررې سره سم ځان عيار او ګازي سيسټم وکاروي.

هغه زياته کړه چې له له هر سلمان څخه يې د مقررې د نه مراعت له امله پنځه سوه افغانۍ جريمه هم اخيستې او ورته ويلي يې دي چې د بيو د برابرولو لپاره دې د خپل کار بيې زياتې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.