ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: پاکستان د ترهګرو ډلو پر وړاندې هېڅ اقدامات نه دي کړي

امريکا: پاکستان د ترهګرو ډلو پر وړاندې هېڅ اقدامات نه دي کړي

author avatar
14 Feb 2018 - 09:31
امريکا: پاکستان د ترهګرو ډلو پر وړاندې هېڅ اقدامات نه دي کړي
author avatar
14 Feb 2018 - 09:31

واشنګټن (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦): د امريکا استخباراتي اداره وايي چې په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د افغانستان، هندوستان او امريکا پر ګټو بريدونه کوي.

د امريکا دغه مرکزي استخباراتي ادارې مشر ډين کوټس دا څرګندونې پرون په واشنګټن کې د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتو کمېټې ته کړې دي.

هغه زياته کړې، سره له دې چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په مخنيوي کې له امريکا سره همکاري کوي، خو اوس هم په دغه هېواد کې د ترهګرو لپاره ډېرې اسانتياوې شته دي.

نوموړي ویلي چې ترهګر په پاکستان کې له خپلو خوندي مرکزونو د هند، افغانستان او امريکا پر ګټو بريدونه کوي او له دغو خوندي مرکزونو اعظمي ګټه پورته کوي.

د امريکا د استخباراتي ادارې (سي اى اې) مرکزي مشر مشرانو جرګې ته ويلي چې پاکستان بايد د ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل عمليات ګړندي کړي.

د هغه په وينا، تر اوسه چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان پوځ کوم اقدامات کړي، پر دغو ډلو يې کوم فشار نه دى راوستى او نه يې هم کومه ځانګړې اغېزه کړې ده.

خو ډين کوټس ويلي چې په پاکستان کې پر مېشتو ترهګرو ډلو د فشار لپاره امريکا د طالبانو، حقاني ډلې او ځينو نورو ډلو اته کسان د ترهګرو په لېست کې شامل کړي دي.

ده زياته کړې: ((زموږ د استخباراتي معلوماتو له مخې، پاکستان اوس هم له ياد ترهګرو ډلو سره اړيکې لري، خو له امريکا سره بیا محدوده همکاري کوي.))

بلخوا پاکستان تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

د امريکا د استخباراتي ادارې مرکزي مشر، د مشرانو جرګې يادې کمېـټې ته دغه راز وړاندوينه کړې چې په روان زېږديز کال کې به د افغانستان حالات نور هم خراب شي.

هغه زياته کړې چې د افغانستان په خراب والي کې په پاکستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو شتون او له هغه ځايه د بريدونو تنظيمول به مهم رول لوبوي.

نوموړي دغه راز ويلي چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت به د راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو ترسره کولو کې له ستونزو سره مخ وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.