واشنګټن (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦): امريکا غواړي چې پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو په (څار لېست) کې شامل کړي.
رويټرز خبري اژانس د لوړو پوړو پاکستاني او امريکايي سرچينو په حواله خبر ورکړى چې امريکا به راتلونکې اوونۍ په دې اړه د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې جوړېدونکې غونډه کې د مالي سرچينو د څارنې ادارې ته وړانديز وکړي.
په راپور کې راغلي چې له ترهګرو او وسله والو ډلو سره د اړيکو له امله امريکا پرله پسې پاکستان ته په دې اړه ګواښونه کړي او تېره مياشت د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پاکستان سره کېدونکې دوه ميليارده مرستې هم وځنډولې.
خو پاکستان تل دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې له ترهګرو سره مالي مرستې کوي.
په راپور کې راغلي چې د مالي سرچينو د څارنې ادارې يا (اېف اى ټي اېف) ادارې د غړو هېوادونو ناسته راتلونکې اوونۍ په فرانسه کې جوړېږي او اټکل کېږي چې په دې غونډه کې د پاکستان پر ضد د امريکا وړانديز ومنل شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياده اداره د حکومتونو تر منځ جوړه شوې چې د غير قانوني پانګې پر ضد په نړيواله کچه هلې ځلې کوي.
د پاکستان د مالي چارو يوه سلاکار مفتاح اسماعيل رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې امريکا او برېتانيا په دې اړه څه موده مخکې يو قرارداد وړاندې کړى و چې وروسته يې د جرمني او فرانسې ملاتړ هم ترلاسه کړى.
خو هغه زياته کړې چې له يادو هېوادونو سره په اړيکو کې دي، څو یې له دغه کار څخه منصرف کړي.
د امريکا يوه چارواکي ويلي چې پاکستان د سخت دريځو او ترهګرو ډلو پر وړاندې سم اقدامات نه کوي او له دې ډلو سره توپيري چلند کوي.
دغه امريکايي چارواکي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کړې، وايي چې له خپلو اتحادي هېوادونو سره په ګډه کار کوي، څو پاکستان قانع کړي چې د حقاني او طالبانو پر وړاندې اغېزمن اقدامات وکړي.
د امريکا له دغه اقدام څخه د ځان ساتنې لپاره د پاکستان ولسمشر ممنون حسين څو ورځې مخکې پر يوه فارم لاسليک کړى چې له مخې به يې د هغو ډلو او اشخاصو پر ضد اقدامات کېږي چې د ملګرو ملتونو لخوا په تور لېست کې شامل کړى شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن