ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د پوهنې برخه کې د یوې همکارې موسسې او طالبانو تر منځ هوکړه لیک لاسليک شوى

د هلمند د پوهنې برخه کې د یوې همکارې موسسې او طالبانو تر منځ هوکړه لیک لاسليک شوى

author avatar
14 Feb 2018 - 16:08
د هلمند د پوهنې برخه کې د یوې همکارې موسسې او طالبانو تر منځ هوکړه لیک لاسليک شوى
author avatar
14 Feb 2018 - 16:08

لښکرګاه (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۶): هلمند کې د پوهنې له رياست  سره د يوې همکاري موسسې (چټکو زده کړو) او طالبانو تر منځ د پوهنې په برخه کې د همکارۍ او ستونزو د حل  په موخه  يو تفاهم  ليک لاسليک  شوی دی.

د يادې موسسې ځينو مسوولينو په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې دغه لس ماده ييز تفاهم ليک خپور کړى، چې د دواړو لورو په کې لاسليکونه شوي او د دغو مراسمو انځورونه يې هم خپاره کړي دي.

په دغو مراسمو کې د وسله والو طالبانو استازي، د پوهنې رياست او يادې موسسې استازو ګډون کړى دى.

د تفاهم ليک په لس ماده ييز متن کې راغلي چې دوه اوونۍ مخکې د پوهنې رياست استازو له طالبانو سره په دې اړه اړيکې ونيولې، وړمه ورځ په دې اړه د ناستې ځاى وټاکل شو او په دې اړه يې ګډه ناسته ترسره کړه.

په تفاهم ليک کې راغلي: ((د مدارسو، مکاتبو او ټولو اداري ودانيو حفاظت، د ټولو تړلو مدرسو او ښوونځيو بيا پرانيستلو په اړه د بشپړې همکارۍ ډاډ، په کامل اطمينان سره نظارت، د هر ډول ودانيزو پروژو پلې کولو ته اجازه، د معارف د ټولو غصب شوو ملکيتونو بيا خلاصول او معارف ته تسليمول، د معارف د نصاب د تدریسي کتابونو او قرطاسیې ډاډه انتقال، په لرو پرتو سيمو کې د ټولو همکارو موسساتو له خوا د زده کوونکو لپاره د ټولګيو تاسیس ته اجازه او داسې نورې مادې شاملې دي.))

د هلمند د پوهنې ريیس چې دا مهال په کابل کې دى، له دې ناخبري ښيي، دغه راز د  هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم وايي چې تفاهم  لیک  په مسئله کې له دوى سره مشوره نه ده شوې او نه  يې هم په اړه زیات معلومات  لري.

د ولایتي شورا منشي حیات الله مایار وايي، دا ډول تړون یا تفاهم لیک ګټور دی چې په  لرو پرتو سیمو کې تړل شوي ښوونځي ورسره  پرانيستل شي، خو ستونزه دا ده چې دا د یوې همکارې موسسې د مسوولینو له خوا لاسلیک  شوی، د معارف مسوول چارواکي په کې نشته او نه هم هغوی لاسلیک کړی دی.

طالبانو رسنیو ته په دې اړه  څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې  له څه باندې ۴۰۰  ښوونځیو دا مهال په لرو پرتو سیمو کې تر سل ډېر  ښوونځي تړلي او د ځینو پرانیستو  ښوونځيو کيفیت  يې هم ډیری وخت  تر نیوکو لاندې وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.