کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦): په هېواد کې يو شمېر سياسي ګوندونه پر خپل ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کول له اوسنيو ستونزو او ننګونو څخه د هېواد د وتلو يواځېنۍ لار بولي او وايي، ګوندونو ته له ټاکنو ترسره کولو پرته بل هيڅ بديل د منلو وړ نه دى.
د ټاکنو کميسيونونو غړو په هغې ناستو کې چې نن يې په کابل کې د سياسي ګوندونو، مدني ټولنې غړو، افغانستان کې د ملګرو ملتونو او کابل کې مېشتو بهرنيو سفارتونو له استازو سره درلوده، د ګوندونو او بنسټونو د وړانديز شوو طرحو، ټاکنو کې د سياسي ګوندونو د رول، د کاغذي تذکرو وېش او د رايه ورکوونکو نوملړ برابرولو په اړه خبرې وکړې.
د حزب اسلامي د سياسي کمېټې مشر غيرت بهير په دې ناسته کې پر خپل وخت د ټاکنو پر ترسره کولو د ټينګار ترڅنګ وويل، د ټاکنو د ځنډولو لپاره هيڅ ډول بهانه ورته د منلو نه ده.
هغه وويل: "راځئ د ګوندونو ټول سياسي غړي ژمنه وکړو چې ټاکنې د افغانستان له اوسني بحران او جګړې پاى ته رسولو او د سولې ټينګښت لپاره يوه وسيله وګرځوو او ټول ژمنه وکړو چې واک ته رسېدو مشروع لار ټاکنې واوسي او واک ته د رسېدو ټولې نامشروع لارې بايد تحريم او وغندو."
د جمعيت اسلامي د مشرتابه غړي نورالرحمن اخلاقي هم ټاکنې د هېواد له اوسنيو ننګونو د وتلو يواځېنۍ لار وبلله او ويې ويل، د جمعيت ګوند ته د ټاکنو له ترسره کولو پرته بل هيڅ بديل هم د منلو نه دى.
دغه راز د جنبش ملي ګوند غړي بابر فرهمند وويل: "د افغانستان اسلامي ملي جنبش ګوند د ټاکنو له اکثريتي نظام څخه د ټاکنو تناسبي نظام چې په کې د ګوندونو رول ډېر پياوړى او څرګند وي او د ګوندونو د فعاليتونو د پراختيا او د افغانانو ترمنځ د اتفاق او يووالي لامل شي او خلک هم د ګوندونو تر چتر لاندې سره راټول شي او قومي او سمتي پولې له منځه يوسي، سخت پلوى دى."
بلخوا د تيفا بنسټ مشر محمد نعيم ايوب زاده د دې خبرې په څرګندولو سره چې د کميسيون نننى بحث کومه پايله نه درلوده، وويل: "موږ هيله درلوده چې د کميسيون د کړنو پايلې او د پروګرامونو ځانګړنې به د ټاکنو ترسره کولو په اړه روښانه شي، خو له بده مرغه اوس هم ډېر مبهم مسايل شته چې د ټاکنو ترسره کولو لپاره کوم پروګرام په پام کې ونيسو."
د هغه په وينا، په دې اړه چې ايا ټاکنې راتلونکى کال ترسره کېږي او که نه؟ او بله دا چې ايا کاغذي تذکرې د ټاکنو په ترسره کولو کې د روڼتيا ميکانيزم تضمين کولى شي او که نه؟ په غونډه کې يې په اړه معلومات وړاندې نه شول.
خو د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر عبدالبديع صياد په ټاکنو کې د سياسي ګوندونو د رول پر مهموالي د ټينګار ترڅنګ وويل، د کميسيون غړي د سياسي ګوندونو نظرونو او وړانديز شوو طرحو ته درناوى لري.
نوموړي هم د هېواد له اوسنيو ننګونو او کړکېچ څخه د وتلو يواځېنۍ لار د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول وبلل او ويې ويل: "جګړه او ځانوژنه د حل لاره نه ده او هيڅوک هم له دې لارې نه شي بريالى کېدلى او يواځې ټاکنې اوسنيو ستونزو ته د پاى ټکى اېښودلى شي."
نوموړي له حکومته هم غوښتنه وکړه چې د ټاکنو ترسره کولو ته لومړيتوب ورکړي، ځکه د ټاکنو ترسره کول په هېواد کې ټولې شته ستونزې له منځه وړلى شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن