تالقان (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦) : د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د ولايت په مرکز تالقانو ښار کې د والي دفتر مخې ته د تحصن خېمه درولې ده.
دوی د تخار له سیمه ییز حکومت او ولسمشر څخه د قوماندان بشیر قانت د نیولو او د محاکمه کولو غوښتنه کوي.
دوى بشیر قانت د یادې ولسوالۍ د نا امنه کولو او د یو شمېر کسانو په وژلو تورنوي.
د نبي الله په نامه يو تن تحصن کوونکي د سلواغې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې بشیر قانت په سیمه کې وسله وال لري، سیمه یې ناکراره کړې او په لسګونو کسان یې وژلي دي.
د تخار والي فضل الله مجددي وایي چې بشیر قانت د یوې پرېکړې له مخې کابل ته استول شوی وو، خو په دې وروستیو کې بېرته راستون شوی.
هغه چې تحصن کوونکو سره يې خبرې کولې، زياته کړه چې ددغې موضوع د هواري لپاره یې پلاوی ټاکلی چې سیمې ته ورشي او موضوع له نږدې وڅېړي.
والي تحصن کوونکو ته تر شنبې ورځې وخت ورکړ چې ټاکلی کمېسیون به ورته د حل لار ومومي.
خو تحصن کوونکي وایي، تر هغه چې یاد قوماندان نه وي نیول شوی، د والي دفتر مخې ته به د دوی تحصن دوام ولري.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د بشیر قانت نظر واخلي، خو هغه سره اړيکه ونه نيول شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن