ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مينانو ورځ (ولنټاين) په افغاني کلتور کې ځای نه لري”

“د مينانو ورځ (ولنټاين) په افغاني کلتور کې ځای نه لري”

author avatar
14 Feb 2018 - 17:43
“د مينانو ورځ (ولنټاين) په افغاني کلتور کې ځای نه لري”
author avatar
14 Feb 2018 - 17:43

کابل(پژواک،۲۵سلواغه۹۶):د فبرورۍ۱۴مه چې د مينانو يا( ولنټاين) له ورځې سره برابره ده، په دې ورځ  د کابل ښار د ګلفروشۍ په کوڅه او نورو سيمو کې دوکانونه پر ډول ډول تازه ګلانو او ډاليو سره ښکلي کړای شوي وي او دې سيمې ته لسګونه نجونې او هلکيان د ګلانو او ډاليو  اخيستو لپاره راځي.

له څو وروستيو کلونو راهيسې د هېواد د ځوانانو له خوا د ولنټاين يا مينانو ورځ نمانځل کېږي.

د نازي په نامه يوې نجلۍ چې د کابل په شهر نو کې يې د ګلان پلورلو په دوکان کې د ګلانو يوه ګېډۍ په لاس کې نيولې وه د مينانو ورځې په اړه داسې وويل:" ما د ګلانو دغه ګېډۍ د خپل کوژدن لپاره اخيستې، دا يوه ډېره ښه ورځ ده او له ټولو مينانو څخه غواړم چې ډالۍ واخلي او خپلې معشوقې خوشحاله کړي."

ګل پلورونکي په دې ورځ د خپل کاروبار  کيسه کوي.

احمد نويد چې د کابل په نوي ښار کې د ګلانو پلورلو دوکان لري وويل چې په وروستيو کلونو کې ډېری ځوانان دغه ورځ نمانځي، د ګلانو بيې لوړې شوې دي، ځکه هوا سړه ده او دوی ګلان له هند او پاکستان څخه واردوي.

خو خپله يې د مينانو د ورځې نمانځنې په اړه وويل:" زه پر يوې نجلۍ مين يم او غواړم چې واده ورسره وکړم، دوه رکعته لمونځ مې وکړ او دا ورځ مې دا ډول ونمانځله."

په دې ورځ د ګلانو  پر پلورلو سربېره د هوټلونو، تفريح ځايونو او ځينو نورو ځايونو کار هم تود دی،داسې چې په يو شمېر هوټلونو کې ددې ورځې په مناسبت کنسرټونه او ځانګړي پروګرامونه ترسره کېږي.

د بلال احمد حيدري په نامه يو بل مين ځوان چې له خپلې کوژدنې لرې ژوند کوي، وويل:" ولنټاين په افغاني کلتور کې ځای نه لري او يو ډېر نوی شی دی، خو د خوشحالۍ لپاره د يوې پلمې په توګه ترې کار اخيستل کېدای شي، ما مې خپلې کوژدنې ته ډالۍ اخيستې، خو دا چې لرې ده او ډالۍ نه شم ورکولی نو ځکه ډالۍ ساتم څو له نږدې يې ووينم."

دغه خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د کابل پوهنتون استاد ذبيح الله حيدري وويل،   ولنټاين په افغاني کلتور کې ځای نه لري او دا په يوډول د ځوانانو په منځ کې بد اخلاقي خوروي او بايد د يادې شوې ورځې لپاره يو مناسب بديل پيدا شي، چې خلک وکولی شي چې خوشحاله شي.

په افغانستان کې په داسې حال کې د ولنټاين نمانځل پراخېږي چې ډېری ديني عالمان دغه موضوع په بشپړه توګه حرام او ناروا ګڼي.

د شمس الرحمن فروتن په نامه يو ديني عالم په دې اړه وويل:"په اسلامي شريعت کې د مينانو ورځ نه يوازې دا چې ارزښت نه لري، بلکې دغه ورځ د بوالهوسان او فحشا ورځ ده او اصلأ دغه ورځ ګناه ته زمينه رامنځ ته کوي، نو ځکه ددې ورځې نمانځل په بشپړه توګه حرام او نا روا کار دی."

ولنټاين يا د مينانو ورځ، په مسيحي کلتور کې جرړه لري، خو نن له دې سره پر يوه بېل دود بدله شوې چې يوازې د مسيحي هېوادونو اړونده هم نه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.