ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر مرستيال وياند استعفا وکړه

د ولسمشر مرستيال وياند استعفا وکړه

author avatar
14 Feb 2018 - 19:57
د ولسمشر مرستيال وياند استعفا وکړه
author avatar
14 Feb 2018 - 19:57

کابل (پژواک،۲۵سلواغه۹۶): د ولسمشر مرستيال وياند نجيب الله ازاد وايي، د ځانګړې کړۍ د فشار له امله يې استعفا کړې، خو د ولسمشرۍ رياست دفتر وايي چې نوموړى ګوښه کړی شوی دی.

نجيب ازاد، نن په کابل کې د خبري غونډې پرمهال وويل: "نهه مياشت وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستيال وياند په توګه وګومارل شوم، خو په دې وخت کې مې په جمهوري رياست کې د يوې ځانګړې کړۍ پوښتنې پاروونکي فعاليتونه ليدلي او له رسنيو سره مې د خبرو اجازه نه درلوده. "

نوموړي زياته کړه: "يو څه وخت مې وليدل چې ځانګړې کړۍ هڅه کوي څو په بېلا بېلو برخو کې د ولسمشر هڅې او لاسته راوړنې زيانمنې کړي او هغه منفي وښيي او ان نوموړې کړۍ روابط پر ضوابطو واکمن کړي وو."

ازاد وويل، ۳۱ ورځې وړاندې، وروسته له دې چې خپل کار ته يې د تګ اجازه ترلاسه نه کړه، په يوه پروګرام کې يې ولسمشر ته په رسمي توګه خپله استعفا او د استعفا دليلونه مطرح کړل. خو نوموړي وويل چې په ارګ کې ځانګړې کړۍ شتون لري، چې ولسمشر ته يې د ده ليک د رسېدو مخه نيولې ده.

نوموړي خبرداری ورکړ، که له ځان څخه د دفاع لپاره له ولسمشر سره د ليدنې موقع ترلاسه نه کړي، هغه اسناد او شواهد به له رسنيو سره شريک کړي چې د ده د استعفا لامل شوي دي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چې نجيب آزاد د اوږدمهالې غيرحاضرۍ له امله له دندې څخه لرې کړی شوی دی.

نوموړي د ازاد د ګوښه کېدو وخت ته له اشارې پرته ويلي چې نوموړی له دې وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ په استازيتوب له رسنيو سره خبرې نه شي کولای.

نجيب الله ازاد د پکتيا ولايت اصلي اوسېدونکی دی. په اداره او مديريت کې د ماسټرۍ سند لري او دغه راز د انګليسي ادبيانو په برخه کې يې د ليسانس تر کچې زده کړې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.