ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“يوناما دې کندهار کې د کډوالو ښارګوټي په جوړولو کې مرسته وکړي”

“يوناما دې کندهار کې د کډوالو ښارګوټي په جوړولو کې مرسته وکړي”

author avatar
14 Feb 2018 - 12:21
“يوناما دې کندهار کې د کډوالو ښارګوټي په جوړولو کې مرسته وکړي”
author avatar
14 Feb 2018 - 12:21

کندهار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۶): د کندهار والي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې یوناما او مرستندوی هېوادونه دې په دغه ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي په جوړولو کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټوبي لنزر چې کندهار ته راغلی و، له والي او یو شمېر چارواکو سره یې ولیدل.

زلمي ویسا په دې لیدنه کې په کندهار کې د پوهنې، روغتیا، کرنې او د کډوالو په برخو کې له شته ستونزو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې له د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه، سږ کال له پاکستان څخه ډېر کډوال کندهار ته را ستنېږي چې دلته باید اسانتیاوې ورته برابرې شي او بشري مرستې ورسره وشي.

نوموړي یادونه وکړه چې یوناما او نور مرستندویه هېوادونه دې په کندهار کې د کډوالو د ښارګوټي په جوړولو کې مرسته وکړي.

ویسا د شته ستونزو په لړ کې په کندهار کې د پولیو د پيښو د ډېروالي یادونه هم وکړه او ویې ویل چې ولایتي ادارې له مخورو، دیني عالمانو او مدني فعالانو په ملتیا هڅې پیل کړي څو د لیرې ولسوالیو اوسېدونکي وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټوبی لنزر وویل، یوناما هڅه کوي خپل خدمات تر هغو سیمو هم ورسوي چې تر اوسه یې په کې فعالیت نه درلود.

هغه زیاته کړه، دغه اداره غواړي د نورو برخو تر څنګ د کرنې په برخه کې مرستې وکړي او خلکو ته کار وموندل شي.

لنزر د کندهار د والي د غوښتنو په ځواب کې وویل، چې غوښتنې او ستونزې به یې د مرستندویه هېوادونو له سفیرانو سره شریکې کړي او له هغوی به په بېلابېلو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړي.

دغه راز دواړو لورو په دې لیدنه کې د کوکنارو د کښت پر مخنیوي او له بزګرانو سره پر مرستو هم خبرې وکړې.

د یوه بل خبر له مخې د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب د پوهنې او ښار جوړولو د ریيسانو په ملتیا د کندهار ښار د شهید اکرم خاکریزوال په عالي لېسه کې د مرکز ساینس ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

منیب د ياد مرکز د بنسټ ډبرې ايښودلو پر مهال وویل، دا د هېواد په کچه دویم مرکز دی چې په کندهار کې جوړېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.