هرات (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٦): په هرات کې امنيتي سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يوه خاوند خپله ښځه زندۍ کړې ده.
د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده وويل چې دغه ښځه دوردانه نومېده او تېره شپه د خپل خاوند له لوري د هرات ښار پنځمې امنيتي حوزې اړونده سيمه "حوض کرباس" کې زندۍ شوې ده.
د ولي زاده په خبره، د دې ښځې خاوند د پېښې له ځايه تښتېدلى، خو په اړه يې د پوليسو څېړنې پيل شوې او د نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.
هغه زياته کړه چې تر اوسه پورې د دې پېښې لامل نه دى څرګند شوى.
په ورته وخت کې د هرات حوزوي روغتون چارواکي وايي چې د دې ښځې په غاړه کې د زندۍ کېدو نښې ليدل کېږي.
د هغوى په خبره، د روان کال له پيله تر دې دمه په هرات کې څه باندې ٢٠ تنه د زندۍ، په مرمۍ د وېشتل کېدو او مسموم کوونکو درملو د خوړلو له امله وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن