ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سفير : طالبانو امريکايانو ته د له منځه تللو له وېرې ليک لېږلى

افغان سفير : طالبانو امريکايانو ته د له منځه تللو له وېرې ليک لېږلى

author avatar
15 Feb 2018 - 11:04
افغان سفير : طالبانو امريکايانو ته د له منځه تللو له وېرې ليک لېږلى
author avatar
15 Feb 2018 - 11:04

کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٦) : په واشنګټن کې د افغانستان سفير د امريکا خلکو ته د طالبانو ليک پروپاګند او د هغوى د ماتې بېلګه بللې ده.

وسله والو طالبانو پرون  د امريکا د ولس، مدني او غير دولتي ټولنو او د کانګريس غړو ته په يوه پرانستي ليک کې له دوى غوښتي وو، چې پخپل حکومت فشار راوړي، څو له افغانستان څخه خپل ځواکونه اوباسي او طالبانو سره خبرو ته کښيني.

که څه هم د افغانستان او امريکا حکومتونو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دى ښودلى، خو په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکټر حمد الله محب په ټولنيزه ټويټر کې د طالبانو ياد ليک د پروپاګند او تبليغاتو يوه برخه ګڼلې ده.

هغه زياته کړې، طالبانو د خلکو  د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره يوه ناوړه هڅه کړې ده، د دوى د ليک له پاى څخه  د دوى ماتې معلومېږي.

محب ويلي : (( طالبان پوى شوي، چې نور له منځه ځي؛ نو د همدې لپاره يې له امريکا د خبرو غوښتنه کړې ده.))

په واشنګټن کې افغان سفير وايي، افغان حکومت د سولې لپاره خپلې دروازې پرانستې پريښي دي  او هغه طالبان  چې له پخپلو کړنو پښيماني وښيي او له افغانانو بخښنه وغواړي، ورسره سوله کولي.

د يادونې وړ ده، چې د کابل د ورستيو خونړيو بريدونو وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو انکار کړى و.

دغه راز د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ويلي وو، څو پورې چې طالبان د کابل بريدونه ونه غندي، خبرې ورسره نه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.