د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

نيکلسن:دښمن به د افغان ځواکونو په مرسته له منځه وړو

نيکلسن:دښمن به د افغان ځواکونو په مرسته له منځه وړو

Feb 16, 2018 - 10:35

فراه(پژواک، ۲۷ سلواغه۹۶): د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان له فراه څخه د ليدنې پرمهال وويل چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو او د بخش اباد بند په جوړېدو سره به په دغه ولايت کې مثبت بدلون راشي .

د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال نيکلسن د سلواغې په ٢٦مه له غرمې وروسته د فراه ولايت د امنيتي حالت د ارزونې په موخه فراه ولايت ته لاړ .

 د دفاع وزارت لوى درستيز ډګرجنرال محمدشريف يفتلي او د کورنيو چارو وزارت لومړى مرستيال لوى پاسوال جانان بارکزى هم له نيکلسن سره په دې سفر کې ملګري وو.

 نيکلسن وويل:(( دښمن چې هرڅومره ماتې وخوري او بېرته فعال شي، مو به هغه د افغان امنيتي ځواکونو په مرسته بيا مات کړو او له منځه به يې يوسو.))

هغه فراه يو ستراتيژيک او مهم ولايت ياد کړ او ويې ويل چې د ټاپي او د بخش اباد بند په څېر پروژې به په کې حياتي او مثبت بدلون راولي .

  د فراه والي عبدالبصيرسالنګي په دې ولايت کې د بشري قوې او د امنيتي ځواکونو د تجهيزاتو کمى يې د وضعيت د ښه والي پروړاندې مهمې ننګونې وبللې او له نيکلسن څخه يې په دغه برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه .

 هغه د غوڅ ملاتړ په مرسته په دې ولايت کې پراخه عمليات ګټور وبلل او پر دوام يې ټينګار وکړ .

 ددفاع وزارت لوى درستيز او د کورنيو چارو وزارت مرستيال هم په دې ولايت کې د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې  او د هغو پر حل يې ټينګار وکړ

 د يادونې ده چې له درې ورځو راهيسې د فراه په بالابلوک او پشت رود ولسواليو کې عمليات پيل شوي چې ايټالوي ځواکونه يې هوايي ملاتړ کوي .

 دغه چارواکي په داسې حال له فراه ليدنه کوي چې د فراه ښار په لس کيلومترۍ کې وسله والو طالبانو پر سړک د تلاشۍ پرمهال ٢٠ مساپر له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement