د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د کابل له ختیځې دروازې څخه ليدنه وکړه

ولسمشر غني د کابل له ختیځې دروازې څخه ليدنه وکړه

Feb 16, 2018 - 14:49

کابل (پژواک،٢٧سلواغه ٩٦): ولسمشرغني نن له غرمې مخکې پلچرخي کې د کابل له ختیځې دروازې څخه ليدنه وکړه او ستونزې، امکانات او ظرفیتونه یې وارزول.

د سلواغې په ٢٧مه د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي چې ولسمشر  بېلابېلې برخې لکه د موټرو سکنر، د لوړ تناژ لرونکو عراده جاتو چک، د نشه یي توکو چک، د ممنوعه شیانو، د لوړ تناژ لرونکو عراده جاتو کمپیوټري ترازو، ترانسپورټ او تلاشۍ ځایونه وکتل.

ولسمشر ته د ليدنې پر مهال مسوولینو او موظفو کارکوونکو د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

غني د یادو موظفینو له صداقت او  د خپلو امکاناتو او اړتیاو په اړه د راپور ورکولو له امله مننه وکړه او د یادې دروازې اهمیت ته په کتو یې د لازمو امکاناتو په ایجادولو، د عوایدو په راغونډولو کې پر شفافیت او همغږۍ، کاري چټکتیا او د مجرمینو په پېژندنه کې پر لازم دقت ټینګار وکړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement