کابل (پژواک،٢٧سلواغه ٩٦): ولسمشرغني نن له غرمې مخکې پلچرخي کې د کابل له ختیځې دروازې څخه ليدنه وکړه او ستونزې، امکانات او ظرفیتونه یې وارزول.
د سلواغې په ٢٧مه د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي چې ولسمشر بېلابېلې برخې لکه د موټرو سکنر، د لوړ تناژ لرونکو عراده جاتو چک، د نشه یي توکو چک، د ممنوعه شیانو، د لوړ تناژ لرونکو عراده جاتو کمپیوټري ترازو، ترانسپورټ او تلاشۍ ځایونه وکتل.
ولسمشر ته د ليدنې پر مهال مسوولینو او موظفو کارکوونکو د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
غني د یادو موظفینو له صداقت او د خپلو امکاناتو او اړتیاو په اړه د راپور ورکولو له امله مننه وکړه او د یادې دروازې اهمیت ته په کتو یې د لازمو امکاناتو په ایجادولو، د عوایدو په راغونډولو کې پر شفافیت او همغږۍ، کاري چټکتیا او د مجرمینو په پېژندنه کې پر لازم دقت ټینګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن