ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: د برېښنايي پېژندپاڼو پر وړاندې خنډ جوړونکي ملي خاينان دي

لاريون کوونکي: د برېښنايي پېژندپاڼو پر وړاندې خنډ جوړونکي ملي خاينان دي

author avatar
17 Feb 2018 - 16:21
لاريون کوونکي: د برېښنايي پېژندپاڼو پر وړاندې خنډ جوړونکي ملي خاينان دي
author avatar
17 Feb 2018 - 16:21

جلال اباد (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۶): د ننګرهار ولايت ځوانانو او مدني فعالانو د يو لاريون پرمهال د برېښنايي پېژندپاڼو پر وړاندې خنډ جوړونکي ملي خاينان وبلل او له ولسمشره  يې وغوښتل چې د ولس په ملاتړ دې دغه ملي پروسه پيل کړي.

دوی د سلواغې په ۲۸مه په جلال اباد ښار کې په داسې حال کې د يو سوله ييز لاريون پرمهال خپلې دغه غوښتنې په ډاګه کړې چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په ارګ کې د برېښنايي پېژندپاڼو د فورمو ډکولو لړۍ پيل شوې، خو د اجراييه رياست په ګډون يو شمېر کړيو يې مخالفت کړى دى.

د ننګرهار مدني فعالان او ځوانان له سپين غر هوټل څخه تر پښتونستان واټ پورې لاړل او هلته يې خپلې غوښتنې له رسنيو سره شريکې کړې.

دوی د" مرګ په خاينانو" او "د برېښنايي تذکرو د وېش غوښتنه کوو"، شعارونه ورکول او ټينګار يې وکړ چې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ دې ژر پيل شي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل، د لاريون موخه له ولسمشر څخه د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ د پيل غوښتنه ده او دغه راز د نوموړي د هغه اقدام ستاينه ده چې د برېښنايي تذکرو لپاره يې نوم ليکنه وکړه.

هغه زياته کړه: ((يو شمېر داسې کسان اوس هم شته چې د دغې ملي پروسې مخالفت کوي او پر وړاندې يې خنډ جوړوي، موږ دغه کسان د ملي خاين په توګه پېژنو او دا ورته په زغرده وايو، چې موږ ځوانان د سر په بدله د دغې پروسې پيل ته تيار يو.))

مدني فعال عبدالرحمن معاون ګواښ وکړ، که ياده چاره پيل نه شوه؛ نو دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي او دغه لړۍ به د ارګ او سپيدار ماڼۍ تر دروازو ورورسوي.

نوموړی وايي: ((دوی چې د نوم ليکنې کومه لړۍ پيل کړې، موږ پرې دا غږ کوو چې له چا ونه وېريږي، ملت يې تر خوا ولاړ دی، د چا مخالفتونو او ګواښونو ته دې تسليم نه شي.))

يو بل ځوان مدني فعال نجيب الله خيرخوا وويل، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ولس ته يوه هيله بښوونکې پروسه ده او بايد په اړه يې جدي اقدام وشي.

هغه هم ټينګار درلود چې د برېښنايي تذکرو له پيل سره نا امني تر ډېره مهار کېدلی شي او ورسره نورې اسانتياوې هم رامنځته کېږي.

د يادولو ده چې د برېښنايي تذکرو د وېش ناندرييزه موضوع چې له کلونو راهيسې يې د حل پر سر د بېلابېلو اړخونو لانجې موجودې وې، په دې وروستيو کې دولسمشر له لوري هم توشيح شوې، خو د ولسمشر د بوختياوو له امله يې د وېش لړۍ ځنډلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.